امرخېل د پاکستان بریدونه د افغانانو ترمنځ یووالی لا ټینګوي

د پخواني حکومت پر مهال د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل پر پکتیکا او ننګرهار د پاکستاني پوځ بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول کړنې د پاکستان پر وړاندې د افغانانو کرکه زیاته او ترمنځ یې یووالی لا ټینګوي.

امرخېل پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د پاکستان دولت د حماس د بې وسلې کولو پروژه اخېستې او په خپل کور کې د پورونو، امنیت، خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او نورو برخو کې ناکامه شوی دی او د هرې ورځې په تېرېدو سره، خلک ترې واټن نیسي.

د ننګرهار پخواني والي زیاته کړې، چې دغه رژیم اوس غواړي، په دغه ډول نه بخښوونکو کړنو سره خپله ناکامي پټه کړي.

مطالب بیشتر:  کابل کې څه باندې ۱۷ زره نشه‌یي ټابلېټ نیول شوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *