روسي فیلسوف او نظریه ورکوونکي الکساندر دوګین، د ډونالډ ټرمپ په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې ټرمپ تر یوه حده د امریکا د اصلي څېرې استازیتوب کوي، هغه څېره چې بې له «نقابه» ښکاره کېږي.
دوګین په دې باور دی چې هغه څه چې د ټرمپ په دوره کې لیدل کېږي، د امریکايي ځواک ښکاره او بېپردې بڼه ده؛ داسې ځواک چې د هغه په وینا، سخت، ځانمحوره او په نړیوال سیاست کې پر سخت دریځه تګلارو ولاړ دی. هغه همدارنګه ټینګار کوي، هغه جریانونه چې «نړیوالپال» بلل کېږي، په نرم ظاهر سره هم همدا ډول سیاستونه تعقیبوي.
د هغه په اند، د ټرمپ دوره په اصل کې د هماغه یو قطبي نړیوال نظم ښکاره بڼه ده، چې دا ځل په لا څرګند او تهاجمي چوکاټ کې راڅرګنده شوې ده.