د افغانستان له دریځ د ایران هرکلی؛ پر سیمه‌ییز مقاومت او همپالنې ټینګار

د ایران بهرنیو چارو ویر سید عباس عراقچي، ویلي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې د افغانانو له دریځ د زړه له کومې مننه کوي.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه زیاته کړې، چې د افغانستان خلکو او حکومت دا یرغل غندلی او د ایران له خلکو یې ملاتړ څرګند کړی دی. عراقچي ویلي، چې د خدای په توکل د یرغل پر وړاندې هسک ولاړ دي او هیله یې څرګنده کړې، چې افغانستان کې هم سوله او سوکالي تلپاتې واوسي.

مطالب بیشتر:  د کډوالو چارو وزارت په اداري غونډه کې له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو وضعیت ارزول شوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *