د امریکا د استازو جرګې ډیموکرات غړي جېمز مکګاورن، پر خپله ایکسپاڼه ایران سره د جګړې لګښتونو انځور خپور کړی او ویلي یې دي، چې د ټرمپ واکمنۍ پر مهال ایران سره د جګړې پیلېدو د نهو ورځو په تېرېدو سره ۹.۵ میلیارده ډالر د امریکایي مالیه ورکوونکو لګول شوي دي.
ویل کېږي چې دا اندازه آن تر هغې بودجې هم زیاته ده چې د امریکا د کرنې وزارت هر کال د ښوونځیو د زدهکوونکو لپاره د وړیا ناري پروګرام ته ځانګړې کوي.