آفاق خبري آژانس؛ کابل: پاکستان ته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له سفر وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه د تهران او اسلام آباد ترمنځ د همغږۍ د امکان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د حکومتونو رسمیت پېژندنې په اړه پریکړه کول د هر هیواد خپلواکه او د ملي ګټو پر بنسټ ولاړه موضوع ده.
اسماعیل بقايي زیاته کړې، چې ایران او پاکستان له کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربانه دي او په خبره یې، دواړو هېوادونه د افغانستان ثبات، امنیت او راتلونکي په اړه ګډې اندېښنې او ګټې لري. د هغه په خبره، په دې مسایلو وخت ناوخته پر دوه اړخیزو غونډو کې بحث او خبرې کېږي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې زیاته کړې: «د حکومتونو رسمیت پېژندنې په اړه پرېکړې کول، د هر هېواد خپلواک تصمیم دی. د ایران اسلامي جمهوریت به د خپلو ګټو او ملي مصالحو په رڼا کې په دې اړه پرېکړه وکړي. دا طبیعي ده، چې د دوو ګاونډیو ترمنځ خبرو کې د درېیم ګاونډي، چې له بحران سره مخامخ دی او کولی شي په مستقیم او غیر مستقیم ډول زموږ پر ملي امنیت اغیز ولري، د هغه په اړه به هم بحث کېږي.»
خو پوښتنه دا ده، چې د ایران وروستي ډیپلوماټیک تحرکات او د سیمې له هېوادونو سره خبرې اترې، کولی شي د تهران له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې زمینه برابره کړي؟
د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم د دې پوښتنې په ځواب کې آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «که سرپرست حکومت وکولی شي په هېواد کې دایمي ثبات راولي، د وخت په تېرېدو سره به د سیمې او نړۍ هېوادونه دې ته حاضر شي، چې د نورو هېوادونو او ان د ملګرو ملتونو له شرایطو پرته اسلامي امارت په رسمیت وپېژني، ځکه د سیاسي نظام د ثبات ټینګښت له مهمو لومړیتوبونو دی.»
د سیاسي چارو بل شنونکی سید هارون هاشمي بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «ایران له یوې خوا اسلامي امارت سره د تعامل په برخه کې محتاطانه سیاست غوره کړی دی او هڅه کوي هغه په رسمیت ونه پېژني، خو له بلې خوا یې له اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکې ساتلې او د سیمهییزو او امنیتي همکاریو په برخه کې ورسره تعامل لري. په دې توګه ایران کې وروستيو بدلونونو، په ځانګړي ډول ټولنیزو بدلونونو او امنیتي اندېښنو، د سیمې او لوېدیځو هېوادونو سره د تهران د بهرني سیاست او تعامل پر څرنګوالي اغیز کړی دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د کابل او تهران اړیکې مثبتې او د هرې ورځې په تېرېدو سره دواړه لوري د نږدې کېدو په حال کې دي. دا دوه هېوادونه چې ژور فرهنګي، تاریخي او مذهبي مشترکات لري، په تدریجي توګه یې همکارۍ او تعاملات پراخ کړي دي.