آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړې له لاسلیک څلور ورځې وروسته، یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړیو چې نن (سهشنبه، تلې ۲۹مه) د دغه هېواد یو لوړپوړی پلاوی کابل ته ځي. دا کابل ته له وروستیو نښتو او دوحه کې د اوربند هوکړې له لاسلیک وروسته، د پاکستاني چارواکو لومړنی رسمي سفر دی.
له دې سره هممهاله، د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف له رویټرز خبري آژانس سره خبرو کې دا هوکړه ماتېدونکې او مشروطه بللې ده. هغه ویلي، چې اوربند به هغه مهال دوامداره وي، چې د افغانستان حکومت پاکستان ته د پاکستاني طالبانو د ورتګ مخه ونیسي.
خواجه محمد آصف رویټرز سره د خپلو خبرو په دوام ویلي: «د افغانستان له خاورې هر ډول حرکت د دې هوکړې نقض دی او هر څه په همدې بند پورې تړلي دي. موږ اوربند کړی، خو تر هغو چې هېڅراز سرغړونه ونشي.»
د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي د پاکستاني چارواکو د دا ډول څرګندونو په اړه وایي: «پاکستان په عملي ډول پر افغانستان تېری او برید کړی دی، او افغانستان د نړيوالو قوانينو له مخې د خپل مشروع دفاع حق کارولی دی. اسلامي امارت څو ځله ټينګار کړی چې د نورو هېوادونو په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي، او دا ژمنه یې د دوحې په تړون کې يو ځل بيا تکرار کړې ده. پاکستان ته پکار ده چې خپلې کورنۍ ستونزې د خپل هېواد دننه حل کړي او نور هېوادونه د خپلو بحرانونو مسوول ونه ګڼي.»
د پاکستان دفاع وزیر له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په یوه بله مرکه کې د دې هوکړې درې اساسي شرطونه داسې بیان کړل: له وسلهوالو ډلو نه ملاتړ، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اوربند ساتنه او په عزت او درناوي سره د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره اسانتیاوې برابرول. د هغه په خبره، د اوربند دوام په بشپړه توګه د شرطونو عملي کولو او وروستۍ موخه په سیمه کې د تلپاتې سولې ټینګښت شامل دي.
د پاکستان دفاع وزیر له دې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې زیاته کړې: «که هوکړه ماته شي، هغو وروڼو هېوادونو ته به خبر ورکړو، چې د افغانستان پر حکومت د پام وړ نفوذ لري. مذاکرات په دوستانه فضا کې وشول او هېڅراز تریخوالی نه و. یوه کوچنۍ هوکړه تنظیم شوه، چې عملي کېدل به یې ترکیه کې تر غور لاندې ونیول شي.»
د سیاسي چارو شنونکی عبدالمقدم امین آفاق خبري آژانس سره په دې اړه وایي: «د اختلافونو د حل لپاره پر سولهييزو لارو باور او د يو بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې ژمنتيا، د نړيوالو قوانينو او عرفي حقونو له بنسټيزو اصولو څخه دي. خو دا چې کوم لوری خپلې ژمنې ته وفادار پاتې کېږي او کوم لوری يې نقضوي، بې له شکه دا يوه موضوع ده چې د وخت په تېرېدو به روښانه شي.»
په همدې حال، قطر کې د اسلامی امارت سفیر سهیل شاهین الجزیرې شبکې سره خبرو کې ویلي، چې پخوا د پاکستان له خاورې بریدونه تنظیم شوي او په دې تړاو یې اندېښنې له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړې دي. شاهین ټینګار کړی، چې د وروستۍ هوکړې پر بنسټ، هېڅ یو هېواد له وسلهوالو ډلو د ملاتړ حق نه لري.
ښاغلي شاهین په دې اړه زیاته کړې: «زموږ پالیسي دا ده، چې هېڅ ډلې او هېچاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې کار واخلي. په همدې اساس مو خپله پالیسي او اراده اعلان کړې، چې له هېڅ ډلې ملاتړ نه کوو. افغانستان کې هم ډېری پېښې رامنځته شوې او ځینې یې د پاکستان له لوري تنظیم شوې وې. موږ په دې اړه خپلې اندېښنې له پاکستاني لوري سره شریکې کړې دي.»
د ویلو ده چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو به تر راتلونکو څلورو ورځو یعنې د روانې میلادي میاشتې په ۲۵مه نېټه د ترکیې په ستانبول ښار کې ترسره شي او په دې پړاو کې به د راتلونکو همکاریو او پر هوکړه د نظارت په اړه خبرې وشي.
