آفاق خبري آژانس؛ کابل: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د قزاقستان د سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ رییس په مشرۍ پلاوي سره لیدنه کې پر دوه اړخیزو همکاریو سربېره؛ د زېربناوو پراختیا او بیارغونې، د قزاقستاني متخصصینو له تجربو ګټې اخیستو او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې اترې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل زیاتوي: «په دې غونډه کې، دوی د بیارغونې په برخو کې د افغانستان سره د همکارۍ، د قزاقستاني متخصصینو د تجربو څخه په ګټې اخیستنې، او د کرنې، سوداګرۍ او صنعتي برخو کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې»
د ښاغلي تکل په خبره، په دې لیدنه کې امیرخان متقي افغانستان او قزاقستان دوه دوست هېوادونه بللي او دواړو لورو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا یې ټینګار کړی دی.
د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې دا ډول لیدنې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ګټورې دي او ټینګار کوي، چې اسلامي امارت باید به دې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
د اقتصادي چارو شنونکي ایرج فقیري آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وویل: « دا ډول غونډې نه یوازې د خامو موادو عرضه کوونکي کیدی شي، بلکې د کارموندنې سکتور کې هم مرسته کولی شي او کولی شي دوامداره اقتصادي وده رامنځته کړي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی عیسی مبارز بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: « دوی کولی شي په افغانستان کې د زیربناوو په سکتورونو کې پانګونه وکړي، په کرنه، اوبو او مالدارۍ کې پانګونه وکړي. د دا ډول غونډو هدف دا دی چې قزاقستان وکولی شی خپلې سوداګریزې شتمنۍ جنوبي آسیا ته انتقال کړي.»
قزاقستان د افغاني تولیداتو لپاره ښه بازار دی او دغه هېواد ته د افغانستان تر ټولو زیات صادراتي توکي غیر الکولي مشروبات، سبزي، شیرین بویه، پیاز، دیګبخار او انګور دي.
د نړۍوالو اړیکو شنونکي ټینګار کوي، چې د کابل او آستانې ترمنځ تعاملات کولی شي، په سیمه کې د افغانستان حیثیت پیاوړي کړي، په ځانګړي ډول که دا اړیکې د مرکزي آسیا په کچه د څو اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې پراختیا ومومي.
دا شنونکي زیاتوي، چې له قزاقستان سره تعامل، چې په سیمه کې یو ثبات او نفوذ لرونکی هېواد دی، کولی شي افغانستان ته لا زیات سیاسي او ډیپلوماټ باور ورکړي او د نړیوالې انزوا د ماتولو زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان بیا دا لیدنه د افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او د پانګونې د جذب په برخه کې مثبت ګام بولي او په خبره یې دا ډول ناستې ولاړې به د افغانستان اقتصادي شریکانو ته لار پرانیزي.
د دوی په باور، نړۍوالو بنډیزونو او محدودیتونو ته په کتو، قزاقستان سره همکارۍ، چې د سیمې په کچه ښه نفوذ لري، کولی شي د زیربناوو، کرنې، انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې نوي فرصتونه برابر کړي.