آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند رهبر عمران خان، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د عاصم منیر له لوري د پوځ د مشرۍ له ترلاسه کولو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې قصدا خرابې شوې دي. نوموړي زیاته کړې چې افغانستان په دوامداره توګه پارول کیږي څو له پاکستان سره جګړه وکړي او په وینا یې له دې اقدماتو موخه د افغانستان د اوسني حکومت د مخالفو لابیګرو خوشحاله کول او د لویدیځ د ملاتړو څیرو څرګندول دي.
عمران خان له زندانه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي پیغام کې زیاته کړې: «کله چې عاصم منیر مسوولیت واخیست، له افغانستان سره اړیکې قصدا تخریب شوې او دا هېواد په دوامداره توګه پارول کیږي چې له افغانستان سره جګړه وکړي، د دې اقداماتو موخه، د افغانستان د اوسني حکومت د لابیګرو خوشحاله کول او د لویدیځ د ملاتړو څیرو د څرګندولو هڅه ده، په دې ډول کار سره هیڅکله سوله نه رامنځته کیږي، پایداره سوله یوازې د خبرو اترو له لارې ترلاسه کیږي.»
د پاکستان پخواني لومړي وزیر د خپلو څرګندونو په بله برخه کې ویلي چې له پاکستانه دې د سولې یو پلاوی افغانستان ته ولاړ شی او د ګډو حل لاو په تړاو دې خبرې وکړي. نوموړي دغه راز ویلی چې په افغانستان او قبایلي سیمو کې د سولې ټینګښت لپاره د افغانانو، قبایلي سیمو د اوسېدونکو او افغان حکومت درې اړخیزې همکارۍ اړینې دي.
ښاغلي د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې: «د محمود خان اڅکزي په مشرۍ دې د سولې یو پلاوی افغانستان ته ولیږل شي څو له افغان چارواکو سره خبرې پیل کړي او د شته ستونزو لپاره، ګډې او عملي حل لارې ولټول شي، دمګړۍ په افغانستان او قبایلي سیمو کې د سولې د ټینګښت لپاره باید درې واړه لوري سره نږدې شي، لومړی د پاکستان د قبایلي سیمو اوسېدونکي، دویم د افغانستان حکومت او دریم افغانان، د دې دریو لورو له همکارۍ پرته نه بریالي عملیات ممکن دي او نه هم پایداره حل لاره.»
د سیاسي چارو شنونکی سمیر انگار د عمران خان د څرګندونو په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د ستونزو ریښه د پاکستان د ناسمو او ناسنجول شویو سیاستونو له امله ده. اسلامي امارت تل د هېواد پر خپلواکۍ او ارضي تمامیت ټینګار کړی او پاکستان هم باید د مداخلې او فشار له سیاست لاس واخلي او د هغه پر ځای متقابل درناوی او اړخیزه همکاري ولري.»
آگاه مسایل سیاسی اسدالله ندیم بیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه داسې لیدلوری لري: «پاکستان یو ګاونډۍ هېواد دی او امنیت او نا امني دواړه پر یو بل اغیز لري، د پاکستان امنیت او د افغانستان نا امني پر یو بل مثبت اغیز کوي د پاکستان نا امني او د افغانستان نا امني هم پر یو بل منفي اغیز کوي او برعکس غوره ده د دواړو هېوادونو مشران د خپلو اختلافاتو د حل لپاره خبرې وکړي او دا د دواړو هېوادونو لپاره غوره حل لاره ده.»
اوس پوښتنه دا ده چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د شته ستونزو د حل لپاره دواړه لوري باید کومې لارې چارې غوره کړي؟
آگاه مسایل سیاسی سلیم پیگیر آفاق خبري آژانس ته د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: «ستونزه دا ده چې د پاکستان پوځ خپلې کورنۍ ستونزې نه درک کوي، او که درک یې هم کړي غواړي په ګاونډیو پورې یې وتړي، سره له دې چې پوهیږي د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د اوسېدونکو پر وړاندې یې ناسمې تګلارې ټاکلي، زما په اند که د پاکستان پوځ دې درک ته ورسیږي او په پاکستان کې خپلې ستونزې حل کړي، له افغانانو سره به یې اړیکې ښې شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان امنیتي ځواکونو او پاکستاني طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي په غبرګون کې ویلي وو چې د پاکستان ستونزه پوځي حل لاره نه لري او باید له سیاسي حل لارې ګټه پورته شي.
								