آفاق خبري آژانس؛ کابل: المرصاد رسنۍ راپور ورکړی چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو د پاکستان له پرله پسې ادعاوو سره سره، وروستي شواهد او پېښې ښيي چې پاکستان د سیممه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو لپاره له سترو خوندي پټنځایونو څخه دی.
دغې رسنۍ د داعش د قوماندان برهان په اړه د تصویرونو او نويو معلوماتو په خپرولو سره چې په دې وروستیو کې د پاکستان په پنجاب ایالت کې وژل شوی وو، د پاکستان د استخباراتي ادارې دا ادعا رد کړې چې ګواکې دا پېښه شخصي دښمني وه.
د سیاسي چارو ځینې شنونکي وایي، د داعش د قوماندانو د تصویرونو خپرېدل، په پاکستان ک د یادې ډلې د سازمان شویو فعالیتونو او حضور څرګنده شاهدي ده.
د سیاسي چارو شنونکی هارون هاشمي آفاق خبري آژانس ته وایي:« دا یو حقیقت دی چې په افغانستان او سیمه کې بې ثباتي او نا امني د ځانګړو شبکو او ډلو له خوا رامنځته شوې ده. په دې پروسه کې، له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه، غیرقانوني پروژې، فساد او کمزوری مدیریت او د حیاتي او امنیتي زیربناوو ویجاړول هم لیدل کیږي.»
په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو له ښکاره شواهدو سره سره، یاد هېواد له هم هڅه کوي امنیتي ګواښونه په افغانستان پورې اړوند وګڼي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف، د هند د پوځ د قوماندان د څرګندونو په اړه په خبرداري سره وویل چې د ډیورنډ فرضې کرښې له هاغاړې د برید احتما شته.
نوموړي د افغانستان له خاورې بریدونو کې د هند د رول په ادعا سره زیاته کړه چې افغانستان د ترهګرو پر امن پټنځای بدل شوی دی.
هغه دغه راز وویل چې د سیمې هېوادونه له هغې ډلې سعودي عربستان، متحده عربي امارات، ایران او چین له فرضي کرښې هاغاړې لاسوهنو د پای ته رسېدو غوښتونکي دي او ټینګار یې وکړ چې هند هیڅکله نه غواړي د کابل او اسلام آباد اختلافونه حل شي.
د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار وایي:« له هغه وخته چې اسلامي امارت واک ته رسیدلی، د داعش پر وړاندې جګړه په بشپړه توګه د افغانستان په مشرۍ ترسره شوې، خو دا څرګنده ده چې د پاکستان ځینې سیمې د داعش د فعالیت لپاره زمینه برابروي.»
په ورته مهال د سیاسي چارو ځينې نور شنونکي د سیمې د اوسني وضعیت او پاکستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو داسې لیدلوري لري.
د یادونې ده چې درې ورځې وړاندې نا پیژنده وسله والو د پنجاب ایالت په اختر آباد ښار کې د زید په مستعار نوم د داعش خراسان څانګې یو لوړپوړی قوماندان وواژه.
د رپوټونو له مخې، نوموړي د افغانستان په ختیځ کې ویجاړونکو فعالیتونو کې رول درلود او د داعش خراسان څانګې له مهمو څیرو څخه شمېرل کیده.
