واشنګټن ته د مسکو ځواب؛ پر افغانستان بیاځلي برید به ناوړه پایلې ولري

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د بګرام هوايي اډې د بیرته نیولو په اړه د ډونالډ ټرمپ پرله‌پسې څرګندونې له غبرګونونو سره مخ شوې دي. تازه د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف بګرام ته امریکا د احتمالي بیا راګرځېدو د پایلو په تړاو خبرداری ورکړی دی. نوموړي رسنیو ته ویلي دا ډیره لرې ده چې امریکا دې پر افغانستان برید وکړي، ځکه د دا ډول اقدام پایلې د واشنګټن لپاره ناورین رامنځته کوي.

د بګرام هوايي اډې ته امریکا د احتمالي بیرته راګرځېدو په تړاو له ګنګوسو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یو ټویټ کې لیکلي چې امریکا له افغانانو د بګرام اډې د بیا نیولو تکل نه لري. خلیلزاد د ده له ټویټ څخه اخیستل شوې ادعاوې ناسمې وبللې او وویل چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د احتمالي همکاریو په ځانګړې توګه ترهګرۍ پر ضد عملیاتو لپاره له بګرام څخه د ګټنې په تړاو ځینې ناسم معلومات خپاره شوي دي.

زلمي خلیلزاد د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې زیاته کړې: «د امریکا او افغانستان ترمنځ د احتمالي امنیتي همکارۍ د راتلونکي په ځانګړې توګه د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره له بګرام څخه د ګټنې په اړه ډېر غلط او ګمراه کوونکي معلومات خپاره شوي. زما برداشت دا دی چې امریکا له افغانانو د بګرام د نیولو یا د ضمیمه کولو هیڅ تکل نه لري.»

د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «که امریکا وغواړي د جګړې له لارې نظامي ډګر ته د ننه شي او له مقاومت سره مخامخ نشي، ښایي جګړې بیاځلي زور واخلي او نښتې د افغانستان خاورې ته د ننه شي او که په بېړنۍ توګه هوکړه وشي، موږ باید هڅه وکړو څو داسې هوکړو وشي، چې زموږ د ملت په ګټه وي.»

په ورته مهال د اروپايي ټولنې پخواني مرستیال مایکل سمپل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې بګرام هوايي اډې ته د امریکا بیا تلل د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو له جدي لومړیتوبونو څخه دی. نوموړي ټينګار وکړ چې بګرام اډه له سیاسي او نظامي پلوه د امریکا لپاره ډیره مهمه ده او خبرداری یې ورکړ چې بګرام ته د امریکا بیا راتګ کولی شي د سیمې هېوادونو ته ستونزې جوړې کړي، ځکه په وینا یې د افغانستان ګاونډیان د امریکا حضور د ځان په ګټه نه ګڼي.

د اروپايي ټولنې د پخواني مرستیال مایکل سمپل د څرګندونو په یوه برخه کې راغلي: «د بګرام اډه له سیاسي او نظامي پلوه د امریکا لپاره له ستر اهمیته برخمنه ده او ټرمپ په دې اډه کې د ترسره شوې پانګونې له امله د مالکیت احساس کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی داوود خان شیراز بیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوی: «ټرمپ تل ادعا کوي، چې غواړي بګرام هوایي اډه ونیسي او امریکایي ځواکونه بیاځلي دلته ځای پرځای کړي. د دې کار اصلي موخه روسیې، چین او ایران ته د روښانه پیغام استول دي، چې ګواکې امریکا دلته حضور لري.»

د سیاسي چارو ځینې شنونکي باور لري چې امریکا هیڅکله نه شي کولی په زور افغانستان ته راشي. دوی وایي، چې د هېواد اوسني سیاسي او ټولنیز شرایط به د داسې اقدام اجازه ورنکړي. د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وایي: «امریکا په بېلابېلو هېوادونو کې اډې لري؛ له هغې ډلې متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، مالیزیا، جاپان، سنګاپور، سویلي کوریا، آلمان او برېټانیا کې حضور لري، خو دا حضور د دولتونو د دوه اړخیزو هوکړو پر بنسټ دی. یعنې کوربه هېواد د اډې ورکړې په بدل کې امتیازونه او آزادۍ ترلاسه کوي.»

اسلامي امارت تیره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټينګار کړی چې د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا د دې نظام لپاره تر بلې هرې موضوع مهمه ده او امریکا د دوحې په هوکړه لیک کې ژمنه کړې چې د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې به له زوره کار نه اخلي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو څو ورځو کې په پرله پسې توګه د بګرام هوایي اډې د بیا نیولو په ادعا سره ویلي که دا اډه امریکا ته ورنکړل شي بدې پایلې به ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *