آفاق خبري آژانس؛ کابل: د بګرام هوایي اډې د بېرته نیولو په اړه د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پرلهپسې دریځ نیونې وروسته، اسلامي امارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت لپاره د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا له هرڅه زیات اهمیت لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکا د دوحې په هوکړه لیک کې ژمنه کړې چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي. اسلامي امارت په دې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د تیرو ناکامو تجربو د تکرار پر ځای باید عقلاني او واقعبینانه تګلاره خپله شي.
حمد الله فطرت د ټرمپ څرګندونو په غبرګون کې ویلي: «امریکا ته په ټولو دوه اړخیزو مذاکراتو کې روښانه شوې ده چې د اسلامي امارت لپاره د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا له هرڅه زیات اهمیت لري. د یادولو ده چې د دوحې په هوکړه لیک کې امریکا ژمنه کړې چې «د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي»، نو په کار ده چې دوی خپلو ژمنوته پابنده واوسيږي.»
له دې سره هممهاله، د اسلامي امارت د وسلهوال پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت د بګرام هوایي اډې د بېرته نیولو په اړه د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وایي، چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او هېڅ هېواد زموږ په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري. د هغه په خبره، هر ډول فشار او زور به له پرېکنده ځواب سره مخ شي.
ښاغلي فطرت دا څرګندونې د هوایي ځواکونو پوهنتون د یوې ښوونیزې دورې په فراغتغونډه کې کې دي. د وسلهوال پوځ لوی درستیز په دې فراغتغونډه کې ټینګار کړی: «نړۍوال زبرځواکونه باید درکړ کړي، چې دوی په زوره له افغانستانه و ایستل شول، نه د سیاسي معاملې له لارې. اوس که نړۍ غواړي اسلامي امارت سره تعامل وکړي، دا تعامل باید د اسلامي اصولو پر بنسټ وي. خو که وغواړي د زور او فشار له لارې اقدام وکړي، پر وړاندې یې مبارزه کوو، نه سیاسي معامله.»
بګرام چې یو وخت افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو ستره پوځي اډه وه، وروستیو کې یې یو ځل بیا د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پام ځانته جلب کړی دی. وروستیو ورځو کې د امریکا ولسمشر په پرلهپسې توګه په بېلابېلو غونډو او مرکو کې یوازې یوه غوښتنه مطرح کوي: د افغانستان اوسني واکمن دې بګرام هوایي اډه متحده ایالتونو ته وسپاري. ډونالډ ټرمپ دا ځل دا غوښتنه په ډیپلوماټیکه لهجه نه، بلکې په قاطع او د خبرداري په شکل مطرح کړې او ټینګار یې کړی، چې د دې غوښتنې نه منلو په صورت کې به ډېر بد څه رامنځته شي.
ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې زیاته کړې: «موږ دا مهال افغانستان سره د خبرو په حال کې یو. غواړو بګرام هوایي اډه بېرته ونیسو، همدا اوس او په بېړنۍ توګه. که دا کار ونشي، تاسو به وګورئ، چې څه رامنځته کېږي.»
د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د بګرام هوایي اډې نیولو په اړه د ټرمپ پرلهپسې ټینګار او افغانستان ته د امریکایي ځواکونو بېرته را ګرځېدل به کورني اختلافات او همداراز سیمهییزې ترینګلتیاوې زیات کړي.
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شېرزی آفاق خبري آژانس سره د ټرمپ د دې څرګندونو په غبرګون کې وایي: «که افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور بیاځلي عملي شي، دا چاره به کورنیو اختلافاتو او سیمهییزو ترینګلتیاوو ته زمینه برابره کړي؛ ځکه د سیمې هېڅ هېواد د امریکا له بېرته را ګرځېدو سره موافق نه دی او په پایله کې به د افغانستان خلک بیا زیان وویني.»
د نړۍوالو چارو شنونکی ولي فروزان بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د بګرام هوایي اډې موضوع داسې مهال بیا ګرمه شوې، چې امریکا له څلورو کلونو وروسته، یو ځل بیا دې اډې ته د خپلو ځواکونو پر را ګرځېدو ټینګار کوي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون هم د بګرام هوایي اډې د بېرته نیولو په اړه یو ځل بیا څرګندونې کړې او ویلي یې دي، چې امریکا دا مهال له اسلامي امارت سره په دې اړه خبرې کوي او یې ټینګار کړی، چې واشنګټن دغه مهمه اډه نه باید له لاسه ورکړې وای.