آفاق خبري آژانس؛ کابل: په داسې حال کې چې ځینې هېوادونه هڅه کوي افغانستان ناامن وښیي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تازه څرګندونو کې دا ډول ادعاوې رد کړې دي. پوتین چې د «هند او روسیې ۲۳مه کلنۍ سرمشریزه» کې د ګډون په موخه په دوه ورځني سفر هند ته رسېدلی، له یوې هندۍ رسنۍ سره خبرو کې ویلي، چې اسلامي امارت د افغانستان وضعیت کنټرول په لاس کې لري.
هغه زیاته کړې، چې اسلامي د ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول د داعش ډلې پر وړاندې ګامونه اوچت کړي او کوکنارو کښت یې په بېساري ډول کم کړی دی. پوتین ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت چارواکي په فعاله توګه په پولو کې د کوکنارو ګواښ پر وړاندې مبارزه کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي:«اسلامي امارت په څرګند ډول د افغانستان د وضعیت کنټرول په لاس کې لري او دا خبره په بشپړ ډول روښانه ده. لومړی باید دا حقیقت بیان او ومنل شي، ځکه دا یو واقعیت دی. دویم، هغه مهم ټکی چې باید ورته پام وشي دا دی چې د ترهګرۍ او بېلابېلو ترهګرو ډلو، لکه داعش او ورته ډلو پر وړاندې ډېر اقدامات شوي دي.»
په همدې حال، د سیاسي چارو یو شمېر نور کارپوهان په دې باور دي، چې روسیه هم باید خپل سیاست د افغانستان واقعیتونو او متقابلو ګټو سره سم تنظیم کړي.
د سیاسي چارو شنونکی عیسی اسحاقزی وایي:«هر هغه حکومت چې په افغانستان کې واک ته رسېږي، خپلې برنامې د افغانستان د ملي ګټو له مخې عملي کوي. نو له همدې امله، د روسیې حکومت ته هم پکار دي چې خپلې تګلارې او برنامې د ملي ګټو او د نړیوالو حقوقو د اصولو پر بنسټ تنظیم او تعقیب کړي.»
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو ویلي، چې داعش ډلې په افغانستان کې ماتې خوړلې او د کوکنارو کښت کچه صفر ته را ټیټه شوې ده.
