نړۍ ته د ا.ا ډاډ؛ هېچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره ستاسو پر ضد وکاروي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، چې دغه وزارت د نړۍوالې ټولنې، سیمې او ګاونډیو هېوادونو اړوند پر خپلو ټولو ژمنو عمل کړی او هېچاته یې اجازه نه ده ورکړې، چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد کار واخلي. ښاغلي قانع د افغانستان له خاورې د ځینو هېوادونو اندېښنې بې‌ځایه بولي او زیاتوي، چې هېواد کې هېڅ ډله شتون نه لري.

عبدالمتین قانع آفاق سره خبرو کې زیاته کړې: «موږ نړۍوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه، چې اسلامي امارت د خپلې خاورې امنیت ټینګوي او هېڅ ډلې، کس او یا کوم لوري ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول زموږ د ختیځ او لوېدیځ ګاونډیانو پر ضد وکاروي. حتا نورو هېوادونو ته مو هم ویلي وو، چې دا رسالت ترسره کوو. نن هم په پوره ډاډ سره وایو، چې دا دنده مو ترسره کړې او تر اوسه هېڅوک نه دي توانېدلي داسې سند او مدرک وړاندې کړي، چې د افغانستان له خاورې دې د دوی پر وړاندې استفاده شوې وي. دا موضوع د افغانستان ملت ته هم روښانه ده او هم یې د سیمې هېوادونه ګوري.»

د چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې د افغانستان له خاورې د نورو پر وړاندې نه کارولو په اړه د کورنیو چارو وزارت ټینګار، د دې ښکارندویي کوي، چې اسلامي امارت سوله‌ییز اصل او له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو اصولو ته ژمن دی. د دوی په باور، دا تګلاره نه یوازې سیمه‌ییز باور پیاوړی کوي، بلکې د سیمې په کچه به د امنیتي، اقتصادي او سیاسي همکاریو پراختیا لامل شي. د چارو شنونکي ټینګار کوي، چې د افغانستان ثبات  ټولو هېوادونو په ګټه دی او د دې تګلارې دوام کولی شي، د ګاونډیانو اندېښنو په کمولو کې مهم رول ولري.

د نړۍوالو چارو شنونکی نجیب‌الرحمان شمال په دې اړه وایي: «افغانستان د دې ډلو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي او دا هڅې کولی شي د سیمې له هېوادونو سره د لا زیاتو همکاریو زمینه برابره کړي. ګاونډي هېوادونه هم باید د سیمې امنیت او ثبات په برخه کې رغنده رول ولوبوي، څو افغانستان سره تلپاتې او سوله‌ییزې اړیکې جوړې کړي.»

پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «په دې کې شک نشته، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته داعش او نورې ډلې له منځه تللې دي. په کلي توګه ویلی شو، چې دا ډلې نور شتون نه لري، ځکه نور یې هېواد کې فعالیت نشته.»‎

په تېرو څلورو کلونو کې په بهرني سیاست کې د اسلامي امارت یو له مهمو ژمنو، د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارول وو؛ هغه ژمنه چې په ځلونو د اسلامي امارت چارواکو، په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ په کچه مطرح شوې ده. دا دریځ د اسلامي امارت د متوازن او سیمه‌ییز سیاست یوه مهمه برخه بلل کېږي، چې موخه یې د ترینګلتیاوو کمښت او له ګاونډیو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې سره د تعامل زیاتوالی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *