آفاق خبري آژانس؛ کابل: سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د خرابېدو په حال کې دي، هند د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو له پیاوړتیا خبر ورکړی.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې نوی ډیلي په کابل کې د خپل سفارت د فعالیت د پیاوړتیا او وړتیاوو د زیاتوالي په اړه د ارزونې په حال کې دی.
راندهیز جایسوال، خبریالانو ته وویل، چې له ارزونې وروسته به یې په کابل کې د سفارت مسوولیتونه او عادې دندې بیرته پیل شي.
ښاغلي جایسوال په نوي ډیلي کې د اسلامي امارت د ديپلوماتانو د حضور په اړه وویل، چې په دې اړه نوي معلومات به له ترلاسه کولو وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جایسوال وايي:« زموږ د کابل سفارت په اړه او سفارت کچې ته زموږ د تخنیکي ماموریت کچې لوړول، لکه څنګه چې مو مخکې ویلي وو، دغه ماموریت اوس د سفارت کچې ته لوړ شوی دی او موږ په دې فکر کې یو چې څنګه یې دندې، مسؤلیتونه او فعالیتونه پراخ کړو او د کارکوونکو شمېر یې زیات کړو. لاندې ټکي په پام کې نیول شوي او په راتلونکي کې به عملي شي.»
له دې سره هممهاله د سیاسي چارو یو شمیر شنونکي د افغانستان او هند او د افغانستان-پاکستان اړیکو ته په اشارې وايي، چې اسلامي امارت باید متوازن بهرنی او اقتصاد محوره سیاست غوره کړي او له هند سره د ښو پیاوړي اړیکو په لټه کې اوسي.
د شنونکو په باور پاکستان تل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې او هڅه کوي چې د کابل او نوي ډیلي اړیکې لنډې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی آفاق خبري آژانس ته وایي:« پاکستان د خپل تلپاتې عادت سره سم هڅه کوي، چې د هند او افغانستان اړیکې محدودې کړي او هڅه کوي افغانستان د خپل سیمهییز نفوذ په چوکاټ کې وساتي. دا د پاکستان د سیاستونو برخه ده. د هند او افغانستان د اړیکو په اړه ویل کیږي، چې د افغانستان خلک حق لري چې د خپلې ګټې او ارادې مطابق له هند یا هر بل هیواد سره اړیکې ولري.»
د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي داسې لیدلولری لري:« هند په سیمه کې د یوه مهم او له افغانستان سره د تاريخي او ژورو اړیکو لرونکي هېواد په توګه، کولای شي د دواړو هېوادونو په همکاریو کې رغنده رول ولوبوي. افغانستان اړتیا لري چې له هند سره ښې او رغنده اړیکې ولري، خو په مقابل کې پاکستان تل د افغانستان داخلي چارو کې مداخله کړې او په دوامداره توګه یې د افغانستان پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او ستونزې رامنځ ته کړي دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې هند ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له سفره وروسته، دواړ وهېوادونو د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا هوکړه کړې، څو دیپلوماټیکې اړیکې د سفارت کچې ته ورسوي.
