محمد یعقوب مجاهد: د ملي یووالي پیاوړتیا د ویجاړوونکو کړیو او جریانونو د جوړېدو مخه نیسي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په کندهار ولایت کې د پګړۍ تړلو په مراسمو کې وویل چې دمګړۍ پر هېواد له فساد او نا آرامۍ پاک نظام حاکم دی او په ټول افغانستان کې امنیت خوندي دی.

نوموړي د ملي یوالي پر اهمیت په ټینګار سره وویل چې د ملت او دولت ترمنځ یووالي کولی شي په هېواد کې د مخربو او یجاړونکو ډلو او کړیو په مخنیوي کې مهم او اساسي رول ترسره کړي.

د اسلامي امارت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد وایي:«که دولت او ملت سره یو شي، بیا به د دښمن هیڅ حربه کار ورنکړي او د هيڅ فتنه‌ګر فتنه به بریالی نه شي او بیا زموږ د زړه آرمانونه پوره کیږي او په هره برخه کې به په ځان بسیا هېواد ولرو.»

ښاغلي مجاهد دغه راز د عصري او دیني علومو د زدکړې د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ او وویل چې اسلامي امارت په دواړو برخو کې د زدکړو له بهیره کلک ملاتړ کوي.

د نوموړي په وینا، اسلامي امارت د امنیت ټینګښت ترڅنګ، د اقتصادي پرمختګ په لور د افغانستان د بیولو لپاره ځینې پروګرامونه لري او په دې اړه هڅې په چټکۍ سره دوام لري.

د اسلامي امارت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد زیاتوي:«خپلو بچیانو ته عصري وي که دیني یا نور علوم وي ور زده کړي او په دې نیت یې ور زده کړي چې په فکر او نیت کې مو د الله رضا موجوده وي او خلکو ته د خیر او ګټې رسولو اراده پکې وي.»

په همدې تړاو د سیاسي چارو ځينې شنونکي وايي چې ځينې بهرنۍ کړۍ د رسنیزې او رواني جګړې له لارې هڅه کوي عمومي افکار تر اغیز لاندې راولي، چې په وینا یې حکومت باید په کره مدیریت او روښانه کړنلارې سره د هر ډول ناوړه او تبلیغاتو مخنیوی وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وایي:«په اوسني حالت کې، له هېواده بهر د افغانستان دښمنانو د حکومت پر وړاندې رسنیز جنګ پیل کړی دی. لکه څنګه چې څرګنده ده، رواني جنګ د فزیکي جنګ په پرتله ډیر زیان رسونکی او خطرناک دی. له همدې امله، حکومت باید بهرنیو کړیو ته اجازه ورنکړي چې د نظام پر وړاندې ناوړه تبلیغات وکړي. حکومت باید په داسې ډول عمل وکړي چې د دښمنانو د تبلیغاتي ناوړه ګټنې لپاره هیڅ منفي ټکي پاتې نشي.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د خوست ولایت له اوسېدونکو سره په لیدنه کې ویلي وو چې یوازې د خلکو په ویرولو سره حکومت کول د یو ریښتیني او پایدار حکومت څرګندونه نه کوي.

نوموړي د حکومتولۍ سمې بڼې ته په اشارې ټینګار وکړ چې د ملت او دولت ترمنځ اړیکه باید د مینې، باور او ګډ درک له مخې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *