آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد «الجزیزې شبکې» سره مرکه کې د کابل او اسلامآباد ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې سره ویلي، هر هېواد چې پر افغانستان برید وکړي، اسلامي امارت له خپلې خاورې د دفاع حق او توان لري. هغه په دې مرکه کې هغه ادعاوې هم رد کړې، چې ګواکې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې کارول کېږي. ښاغلي مجاهد د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې، چې له پاکستان او هند سره د افغانستان اړیکې د ملي ګټو پر بنسټ ولاړې دي او په ډاګه کړې یې ده، چې اسلامي امارت له دغو هېوادونو سره د اړیکو ښهوالي په هڅه کې دی.
محمد یعقوب مجاهد په دې مرکه کې زیاته کړې: «دا ادعاوې بېبنسټه دي. موږ هېڅکله اجازه نه ده ورکړې، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکارول شي. هند او پاکستان سره زموږ اړیکې خپلواکې او د ملي ګټو پر بنسټ ولاړې دي. زموږ موخه د اړیکو ښهوالی دی، نه د ترینګلتیاوو رامنځته کول.»
د اسلامي امارت د دفاع وزیر د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې پاکستان د جګړې پر پیلولو تورن کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت پر پاکستان برید نه دی کړی، بلکې د یرغمل پر وړاندې یې غبرګون ښودلی دی. هغه پاکستان سره هوکړه د ډیپلوماسۍ په برخه کې ستره لاستهراوړنه بللې ده.
محمد یعقوب مجاهد د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «موږ پر پاکستان برید نه دی کړی او نه مو د هغه هېواد پر حاکمیت یرغل کړی؛ پاکستان جګړه پیل کړه او زموږ پر حریم یر یرغل وکړ، موږ یوازې غبرګون وښود.»
محمد یعقوب مجاهد په دې مرکه کې په ډاګه کړې، چې اسلامي امارت د جګړې غوښتونکی نه دی؛ بلکې پاکستان سره د ښو اړیکو پراختیا او د سوداګریزو همکاریو په لټه کې دی. د دفاع وزیر هغه ادعاوې هم بېبنسټه وبللې، چې ګواکې په وروستیو نښتو کې دې هند لاسوهنه کړې وي او ټینګار یې کړی، چې دا ډول تورونه وضعیت نور هم پېچلی کوي.
محمد یعقوب مجاهد په دې مرکه کې زیاته کړې: «موږ باور لرو، چې ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي. په وروستیو نښتو کې د هند د لاس لرلو په اړه ادعاوې بېبنسټه دي او دا ډول تورونه وضعیت لا پېچلی کوي.»
د اسلامي امارت د دفاع وزیر د خپلو څرګندونو په وروستۍ برخه کې هیله څرګنده کړې، چې پاکستان د دوحې په هوکړه کې پر شویو ژمنو ودرېږي. هغه همداراز زیاته کړې، چې په راتلونکې غونډه کې، چې ترکیه کې جوړېږي، د دې هوکړې د عملي کولو او نظارت پر میکانېزم به بحث وشي.
د اسلامي امارت د دفاع وزیر په دې مرکه کې هیله څرګنده کړې، چې پاکستانی لوری پر خپله ژمنه ودرېږي او زیاته کړې یې ده: «هیله لرو پاکستان هغه څه ته، چې دوحه کې یې هوکړه وکړه، ژمن پاتې شي؛ دا به یو ښه پیل وي، خو که عمل پرې ونشي، ستونزې به رامنځته شي، موږ خپله دې هوکړې ته ژمن یو.»
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اوربند پراخ هرکلی شوی دی. تازه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې دا په سیمه کې د ثبات ټینګښت او ترینګلتیاوو پایته رسېدو لپاره یو مثبت اقدام بللی.
