متقي په هند کې؛ د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو نوی څپرکی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سیمې له هېوادونو سره د ډيپلوماټیکو اړیکو پراختیا په لړ کې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چهارشنبې په ورځ نوي ډیلي ته روان شو؛ هغه سفر چې واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي را ګرځېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره ترسره کېږي. تمه ده د دې سفر په لړ کې د بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سیال او د نوي ډیلي له نورو چارواکو سره د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا او همداراز د افغانستان او سیمې اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاء‌ احمد تکل د ښاغلي متقي د سفر په اړه وایی: «د هیواد د بهرنیو چارو وزیر نن د هندوستان جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه نوي دهلي ته په سفر روان شو. ټاکل شوې ده چې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر به د خپل هندي سیال او نورو چارواکو سره پر ګڼو سیاسي، اقتصادي، تجارتي، د افغانستان او سیمې د اړیکو د پراختیا په اړه بحثونه کوي.»

په ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر پر خپله ایکس پاڼه نوي ډیلي ته د ښاغلي متقي د رسېدو انځور خپور کړی او زیاته کړې یې ده، چې هېواد یې کابل سره د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې اړوند مسایلو په اړه خبرو ته لېواله دی. له دې سره هم‌مهاله قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین له یوې هندۍ رسنۍ سره خبرو کې ویلي، چې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د ډيپلوماټیکو اړیکو کچې لوړول به د دې سفر له مهمو محورونو وي. د ښاغلي شاهین په خبره، د هند له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه به اړیکې عادې او په خبره یې دا چاره د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

سهیل شاهین له دې رسنۍ سره خبرو کې زیاته کړې: «دا سفر به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکاریو پراختیا په برخه کې د یوه نوي فصل پیل وي. موږ هیله لرو چې په دې سفر کې ښاغلی متقي د هند بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري او د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پراختیا ترڅنګ، د باور فضاء جوړولو په اړه هم مهمې خبرې اترې وکړي.»

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د مسکو فارمټ له غونډې وروسته نوي ډیلي ته د بهرنیو چارو وزیر سفر به د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ترڅنګ، د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول د پاکستان لپاره مهمې پایلې ولري.

د نړۍوالو چارو شنونکی عمر صمد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «له مسکو وروسته، نوي ډیلي ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزیر سفر، د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول د پاکستان پام را جلبوي. نور هېوادونه لکه چین، ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونه هم په دې سفر کې لیوالتیا لري، ځکه دا لیدنه یوازې د عادي دوه اړخیزو اړیکو تر کچې محدوده نه ده، بلکې سوداګرۍ، اقتصادي همکاریو، د ولسونو تر منځ اړیکو پراختیا پورې هم اړه لري. همدارنګه، د امنیتي او جیوپولیټیکي حساسو مسایلو، په ځانګړي ډول د پاکستان د رول، موضوع هم د بحث په اجنډا کې شامله ده او دا سفر کولای شي د سیمې لپاره مهمې پایلې ولري.»

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «هندوستان د افغانستان له ولس سره تاریخي او مهمې اړیکې لرلې دي او د افغانستان په جوړښت او پراختیا کې یې مهم رول لوبولی دی. هند ته د امیرخان متقي سفر یوه ښه موقع ده څو د بېلابېلو موضوعاتو او سیاسي، کلتوري او ولسي لیدلورو په اړه خبرې وشي. د هند د داخلي شرایطو په پام سره، د افغانستان د حکومت د رسميت پېژندنې په برخه کې د بېړنۍ یا وروستۍ پرېکړې تمه نه شي کېدای.»

د ویلو ده، چې دا سفر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بنډیزونو کمېټې له لوري د معافیت تر صادرېدو وروسته ترسره کېږي. یادې کمېټې ښاغلي متقي ته د روانې اکتوبر میاشتې له نهمې تر شپاړسمې نېټې پورې د سفر معافیت صادر کړی دی. دا چې هند لا تر اوسه اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، روښانه نه ده، چې آیا په رسمي غونډو کې به د اسلامي امارت بیرغ د هند بیرغ ترڅنګ ودرول شي کنه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *