آفاق خبري آژانس؛ کابل: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اتونبایوا سره لیدنه کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د اسلامي امارت دریځ روښانه او ټینګار یې کړې، چې د اسلامي امارت د نظر په رعایتولو سره د ملګرو ملتونو په ټولو نوښتونو کې همکارۍ ته چمتو دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وایي، چې په دې ناسته کې د يوناما مشرې، له مخدره توکو سره د مبارزې، خصوصي سکتور د پياوړتيا او د بانکدارۍ د ستونزو د هواري په اړه د ملګرو ملتونو د هڅو په اړه ډاډ څرګند کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل زیاتوي: «له مخدره موادو سره د مبارزې، خصوصی سکتور پیاوړتیا، او د بانک دارۍ د ستونزو هوارۍ په اړه د ملګرو ملتونو پر هڅو هم رڼا واچوله دغه راز په ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی د سرمنشي له ځانګړې استازې سره د بیلابیلو موضوعاتو په اړه د افغانستان اسلامی امارت دریځ روښانه کړ او د اسلامی امارت د نظر د رعایت په صورت مې د ملګرو ملتونو په ټولو نوښتونو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.»
د ښاغلي تکل په وینا، مېرمن اتونبایوا په دې لیدنه کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خپلې وروستۍ وينا، د امنيت شورا له خوا د يوناما ماموريت تمديدېدو، او په نيويارک او ويانا کې د خپلو ناستو په اړه له امیرخان متقي سره معلومات شریک کړي دي.
د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د اسلامي امارت د لیدلوري په رعایتولو سره د ملګرو ملتونو په نوښتونو کې پر همکارۍ د امیرخان متقي ټینګار، د دې ښکارندویي کوي، چې اسلامي امارت د نړۍ پر وړاندې واقعبینانه او محتاطانه دریځ غوره کړی دی.
د سیاسي چارو شنونکی بلال فاطمي آفاق خبري آژانس ته په دې اړه وویل: «د رزا اوتنبایوا راتګ افغانستان ته د سیاسی اړیکو پیاوړتیا لپاره یوه کړکۍ ده د نړۍ سره د خلاصون لپاره له دې لارې اسلامی امارت کولای شي د نړۍ سره په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو سره اړیکه ولري او د هغه په ذریعه خپل موقف وړاندې کړي.»
د نړۍوالو چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال بیا په دې اړه آفاق ته زیاته کړه: «د یوناما ماموریت د یو بل کال غځول ښیي چې ملګري ملتونه د یو نړیوال سازمان په توګه د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي او د نړیوالې ټولنې له نورو هیوادونو سره د افغانستان د اړیکو د پراختیا غوښتنه کوي.»
د یوناما ماموریت له تمدیدېدو وروسته، دا د بهرنیو چارو له سرپرست امیرخان متقي سره د یوناما مشرې رزا اتونبایوا لومړۍ لیدنه ده. افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ماموریت د روان زېږدیز کال د مارچ په ۱۷مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د یوه کال لپاره تمدید شو