آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پارلمان د رییسانو د بین الپارلماني کنفرانس د پرانیستې په مراسمو کې د سیمه ییز امنیت او ثبات پر اهمیت ټینګار وکړ او وویل چې هیواد یې چمتو دی له افغانستان سره همکاري وکړي، په دې شرط چې افغان حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې اغیزناک اقدام وکړي.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وایي: « د سیمې د ودې او سوکالۍ لپاره یو باثباته افغانستان اړین دی. وسله والې ډلې لاهم د افغانستان له پولو هاخوا سوله ګواښي. افغانستان باید پوه شي چې د ممنوعه تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ملاتړ به د سولې لامل نشي. که چیرې افغان حکومت د پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې اغیزناک اقدام وکړي، پاکستان چمتو دی چې همکاري وکړي.»
په ورته مهال د پاکستان دفاع وزیر وایي، د اسلام آباد په ستره محکمه کې ځانمرګی برید ښيي چې جګړه له پولو وتلې او ټول پاکستان یې نیولی.
نوموړي ټینګار وکړ چې په دا ډول شرایطو کې له اسلامي امارت سره خبرې اترې بې ګټې دي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وایي: « موږ اوس د جګړې په حالت کې یو او که څوک فکر کوي چې د پاکستان پوځ دا جګړه یوازې د افغانستان په سرحدي سیمو او لرې پرتو سیمو بلوچستان کې کوي، نو باید پوه شي چې د اسلام آباد په محکمه کې د نن ورځې ځانمرګی برید یو خبرداری دی چې دې جګړې ټول پاکستان ښکیل کړی دی. په داسې شرایطو کې، د کابل حکومت سره د خبرو اترو د بریالیتوب هیلې به بې ګټې وي. د کابل حکومت کولی شي په پاکستان کې ترهګري ودروي، خو تر اسلام آباده د دې جګړې راوړل یو پیغام دی چې پاکستان یې په بشپړ ډول د ځواب ویلو وړتیا لري.»
په ورته مهال د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم وایي چې د پاکستاني لوري ناسمې او غیر عملي غوښتنې او د پلاوي نه همکاري یې د وروستیو خبرو اترو د بې پایلې کېدو لامل شوه.
نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت چمتو دی د پاکستان له لوري دښه نیت په ښودلو سره دوه اړخیز مسایل د دیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم وايي:«اصلي ستونزه دا وه چې پاکستاني لوري د خبرو اترو په جریان کې غیر واقعي او غیر عملي غوښتنې راپورته کړې. د پاکستاني پلاوي غیر مسؤلانه روحیه او د همکارۍ نشتوالی د دې لامل شو چې د افغانستان د اسلامي امارت د ښه نیت او د منځګړو د هڅو سره سره خبرې اترې ناکامې شي. موږ له منځګړو هیوادونو سره په نږدې تماس کې یو او چمتو یو چې دا مسله د ډیپلوماسۍ او تفاهم له لارې حل کړو هرکله چې پاکستانی لوری ښه نیت وښيي او غوښتنې یې معقولې او واقعیت لرونکې وي.»
د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وايي:«د تحریک طالبان پاکستانله لوري د امنیتي ستونزو او بریدونو مسؤلیت افغانستان ته منسوبول رښتیا نه دي او په پاکستان کې ځینې کړۍ له دې څخه ګټه پورته کوي. د اسلامي امارت له ښه نیت سره سره، په مذاکراتو کې د پاکستاني پلاوي غیر مسؤلانه چلند د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې کړکیچونه او ستونزې زیاتې کړې دي. بهرني فشارونه او غیر واقعي ادعاوې کورني او سیمه ییز تړونونه پیچلي کوي او دا وضعیت د دواړو خواوو لپاره زیان رسونکی دی. اسلامي امارت چمتو دی چې ډیپلوماټیکو خبرو اترو ته دوام ورکړي.»
راپورونه ښيي چې د کابل-اسلام آباد د خبرو اترو د ناکامۍ اصلي لامل د پاکستاني لوري له خوا پر هغو غوښتنو ټینګار وو چې اسلامي امارت غیر واقعي او نا معقولې ګڼلې دي.
که څه هم، منځګړي هیوادونه هڅه کوي چې دواړه لوري بیرته د خبرو اترو میز ته راولي، خو له دې هڅو سره سره، دا لا څرګنده نه ده چې ایا پاکستانی لوری به د خپلو غوښتنو په ټینګار کې نرمښت وښيي که نه؟
