له سیاسي تورونو تر اقتصادي خنډونو؛ پاکستان له افغانستانه څه غواړي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د روان زېږدیز کال د اپرېل میاشتې په ۲۲مه نېټه، د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې د ۲۶ هندي سیلانیانو وژل کېدو د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې کړې. هند د دې پېښې پړه پر پاکستان واچوله او د سخت غچ ګواښ یې وکړ، خو پاکستان بیا په دې پېښه کې لاس لرل رد کړل. د پهلګام له پېښې دوې اونۍ وروسته د مۍ میاشتې په ۷مه نېټه هند د «سِندور» تر نامه لاندې د پاکستان پر وړاندې عملیات پیل کړل. هند اعلان وکړ، چې د پاکستان تر ولکه لاندې جمو او کشمیر کې یې د لشکر طیبه ډلې غړي په نښه کړي دي، خو پاکستان بیا وویل چې د هند په بریدونو کې جوماتونه او عام وګړي په نښه شوي دي. د هند او پاکستان ترمنځ جګړې څلور ورځې دوام وکړ او بالاخره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب دواړو لورو اوربند ته غاړه کېښوده.

که څه هم پاکستان هڅه وکړه، چې له هند سره جګړې ته مذهبي اړخ ورکړي، خو د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کې بې‌پریتوب غوره کړ. اسلامي امارت هم د خپل متوازن سیاست پر بنسټ، د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کې بې‌پریتوب غوره او بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې جګړه د سیمې امنیت او ثبات ته زیان رسوي او له دواړو هېوادونو یې وغوښتل چې شته ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

د هند او پاکستان ترمنځ له اوربند شاوخوا یوه اونۍ وروسته د هند بهرنیو چارو وزیر جی‌شنکر د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت سرپرست سره ټلیفوني خبرې وکړې. په دې ټلیفوني مکالمه کې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو سربېره، دواړو لورو د هند او افغانستان ترمنځ اړیکې تاریخي وبللې او د چابهار بندر له لارې یې د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې وکړې. د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې ټلیفوني خبرو کې هند کې د افغان بندیانو خلاصون او همداراز د افغانانو لپاره د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرولو هم خبرې وشوې.

د هند او پاکستان جګړه کې د اسلامي امارت بې‌پرې دریځ، له جي‌شنکر سره د امیر خان متقي ټلیفوني خبرې او په ټوله کې د افغانستان له لوري د سیمې هېوادونو او نړۍ په اړه د متوازن سیاست غوره کول، هغه څه دي، چې پاکستان یې ورخطا او د دغه هېواد د ځینو چارواکو غوسه یې را پارولې ده. د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف پرون (یکشنبه، غویي ۲۸مه) ادعا کړې، چې افغانستان او اسراییلي رژیم یوازیني لوري وو، چې د پاکستان پر وړاندې یې د هند له بریدونو ملاتړ وکړ. پاکستانۍ جیونیوز شبکې د ښاغلي اصف په حواله راپور ورکړی، چې پاکستان کلونه د اسلامي امارت ملاتړ په تور نړۍوال فشارونه او تورونه زغملي دي.

د خواجه آصف له دې څرګندونو وروسته، د پاکستان فدرالي مالیاتو ادارې په یوه تازه او د ټولو نړۍوالو نورمونو او سوداګرۍ هوکړو خلاف اقدام کې، د افغانستان پر پنځه ډوله سوداګریزو توکو ۱۰ سلنه تعرفه لګولې ده. دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا تصمیم یې د پاکستان سوداګرۍ وزارت د وړاندیز پر بنسټ نیولی دی، څو د پاکستان له ټرانزیټي مسیرونو د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیسي.

اوس پوښتنه دا ده، چې پاکستان په دا ډول څرګندونو او کړنو د څه په لټه کې دی؟

دا چې اسلامي امارت د هند او پاکستان په جګړه کې بې‌پریتوب غوره کړ او د پاکستان په پلوۍ یې دریځ ونه نیوه، له همدې امله اسلام‌آباد لومړی اسلامي امارت د هند په ملاتړ تورن کړ؛ څو له دې لارې په اسلامي نړۍ کې د اسلامي امارت پرسټېج ته زیان ورسوي او داسې وښیي، چې کابل د اسلام‌آباد پر ځای له نوي ډیلي ملاتړ ته ودانګل. پاکستان په دې هم بسنه ونه کړه او د ټولو نړۍوالو نورمونو، سوداګریزو هوکړو او تر ټولو مهمه دا چې د ګاونډي‌ټوب اصل خلاف یې د افغانستان پر سوداګریزو توکو تعرفه لوړه کړه، څو له دې لارې پر اسلامي امارت فشار راوړي.

اسلام‌آباد لا هم داسې فکر کوي، چې کابل به د دوی په آذان روژه ماته کړي، خو د تاریخ په اوږدو کې دا ثابته شوې، چې افغانان هېڅکله د چا په آذان روژه نه ماتوي. د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت سرپرست پرون (یکشنبه، غویي ۲۸مه) د تهران فورم په غونډه کې یو ځل بیا په ټینګار سره وویل، چې اسلامي امارت د متوازن سیاست په خپلولو سره، هېڅکله نه غواړي د یوه هېواد د ګټو لپاره د بل هېواد پر ضد دریځ غوره کړي.

پاکستان غواړي چې اسلامي امارت دې د دوی په خوښه داسې بهرنۍ پالیسي غوره کړي، چې په هغه کې د دوی ګټې خوندي وي او له همدې امله یې وروستیو کې هڅه کوي له هرې ممکنه لارې پر افغانستان فشار راوړي، څو په نړۍوال سټېج د دوی ګټې خوندي شي؛ خو اسلامي امارت بیا د متوازن سیاست په غوره کولو سره، تل هڅه کړې د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او ملي ګټو په رڼا کې اړیکي وپالي.

پاکستان باید په دې پوه شي، چې افغانستان اوس یوازې د دوی په بندرونو وابسته نه دی، د صادراتو او وارداتو لپاره ګڼې نورې لارې هم شته، چې افغانستان کولی شي له هغو لارو په استفادې خپلې اړتیاوې پوره او کورني تولیدات تر نړۍوالو بازارونو ورسوي. واک ته د اسلامي امارت رسېدو راهیسې پاکستان پر سرپرست حکومت له سرحدي نښتو نیولې تر تعرفو لوړولو، له هر ډول فشار کار اخیستی دی، خو مطلوب نتایج یې نه دي ترلاسه کړي.

پاکستان ته په کار ده، چې د افغانستان په امنیت، سوکالۍ او ځان‌بسیاینه کې خپل راتلونکی او ګټې ولټوي، نه د افغانستان په کمزوي کولو او ځپلو کې. پاکستان ته باید د تېرو پنځو لسیزو پر مهال جوته شوې وي، چې افغانستان هېڅکله د هېچا فشار ته نه تسلېمږي او نه هم چاته دا واک ورکوي، چې د افغانستان د بهرني سیاست خطوط دې ترسیم کړي. دا به غوره وي، چې پاکستان په خپل څنګ کې یو خپلواک افغانستان ومني او د اسلامي، انساني او تر ټولو مهمه د ګاونډیتوب اصولو په رڼا کې د افغانستان ښېګڼه وغواړي؛ ځکه په دې که نه یوازې د افغانستان، بلکې د پاکستان او ټولې سیمې ګټې نغښتې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد