آفاق خبري آژانس؛ کابل: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ترمنځ یوه له خورا جنجالي مسلو څخه ده.
د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د وتلو دا پیښه له پیله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سختو نیوکو سره مخ شوه.
ټرمپ په ځلونو بایډن د وتلو په مدیریت کې په بې کفایتۍ او ناسم مدیریت تورن کړی او له افغانستانه یې د امریکا وتل د خپل هېواد په سیاسي تاریخ کې تر ټولو شرمونکې شیبه بللې ده.
ټرمپ په څو ځله ویلي که په هغه وخت کې ولسمشر وای، نو له افغانستانه به یې خپل ټول سرتیري نه وای ایستلي او څو زره امریکایي سرتیري به یې په بګرام ستراتیژیکه اډه کې ساتلي وای.
ینس سټولټنبرګ، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د لسو کلونو لپاره د ناټو مشري پر غاړه درلوده، له ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د ناټو په تاریخ کې تر ټولو لویه نظامي ماتې وه.
د ناټو پخوانی سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي:« له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د ناټو تر ټولو لویه ناکامي وه. خو زه اوس هم فکر کوم چې له افغانستانه وتل سمه پریکړه وه، که څه هم دا دردناکه وه او ډېر خلک یې اغیزمن کړل.»
د سیاسي چارو ځينې شنونکي پر افغانستان د ناټو برید ته په اشارې وایي چې د امریکا او ناټو برید د هېواد لپاره ویجاړونکې پایلې درلودې.
له ۲۰ کلنې جګړې وروسته، امریکایي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱ له افغانستانه ووتل، چې او د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه یې پای ته ورسوله.
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو چټک وتل د امریکا دننه او بهر د نیوکو له پراخې څپې سره مخ شوې.
په ورته مهال، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو ټینګار کړی چې غواړي د بګرام ستراتیژیکه اډه بیرته ونیسي، خو اسلامي امارت ویلي چې د افغانستان په خاوره کې د هر بهرني ځواک شتون د منلو وړ نه دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې رسنیو ته ویلي چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان وروستي بریدونه د اسلام آباد د پروژې یوه برخه وه چې په سیمه کې نا امني رامنځته کړي.
نوموړي زیاته کړه چې پاکستان هڅه کوي بګرام ته د امریکا راستنیدو ته لاره هواره کړي، خو اسلامي امارت به هیڅکله داسې کار ته اجازه ورنکړي.
