آفاق خبري آژانس؛ کابل: د قرغیزستان لوړ پوړي پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره د خپلو لیدنو په لړ کې د ریاستالوزرا اداري مرستیال سره لیدلي او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او په افغانستان کې یې پر پانګونې خبرې اترې کړي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر په دې لېدنه کې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی او همدا راز قرغیزستان له افغانستان سره د بریښنایي حکومتولۍ، د قیمتي پاڼو چاپ، د بانکوالۍ د اړیکو او د پیسو بریښنایي ورکړې په برخه کې همکارۍ ته لیوالتیا ښودلې ده.
په دې لېدنه کې، د ریاستالوزرا اداري مرستیال ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او هیڅ کس یا ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
د اسلامي امارت ویاند مرستیال حمدالله فطرت:« د ریاستالوزرا اداري مرستیال وایي، چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو هیوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ ښې اړیکې غواړي او هیڅ کس یا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د دې هیواد له خاورې د نورو هیوادونو د امنیت پر ضد ګټه پورته شي.»
په همدې حال کې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د ۱۵۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د نهو افغان او قرغیزي شرکتونو د هوکړو د لاسلیک په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو له نوي فصله خبر ورکړ.
هغه د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د قرغیزستاني شرکتونو پانګونې ته په اشارې وايي، چې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لارې نقشې پلي کیدل به یې له لومړیتوبو څخه وي، د لېدنو په لړ کې افغان ـ قرغیز ګډې کاري ډلې خپله لومړۍ ناسته هم ترسره کړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي:« په «بي ټو بي» غونډه کې ټولټال شاوخوا ۱۵۷ میلیونه ډالر قراردادونه لاسلیک شول، چې زموږ ۹ لویو شرکتونو په کې برخه درلوده، همدارنګه یو یا دوه قراردادونه د قزاقستانی شرکتونو او افغان شرکتونو ترمنځ لاسلیک شول؛ د قرغزستان له خوا هم یو شرکت او همدارنګه څو نورو شرکتونو په دې بهیر کې ګډون کړی وو.»
په همدې حال کې د اقتصادي چارو ځینې شنونکي قرغیزستان د افغانستان لپاره یو له مناسبو انتخابونو بولی او له دې هېواد سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا د هېواد لپاره مهمه او کټوره ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالهادي فرهنګ په دې اړه وايي:« قرغیزستان ډېرې مهمې او بېساري سرچینې لري او همدارنګه په کرنه کې ارزښتناکې تجربې لري، چې کولای شي په افغانستان کې ډېر اغېزناک تمام شي، دا نوی ګام په راتلونکي کې په ټولو برخو کې، په ځانګړې توګه په بنسټیزه اقتصادي وده، د سوداګرۍ پراختیا، د پانګې راجلبولو او د افغانستان د پرمختګ په برخه کې مهم او اغېزناک رول ولوبوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د قرغیزستان لوړ پوړی پلاوی د یاد هیواد د سوداګرۍ او اقتصاد وزیر په مشرۍ د سه شنبې په ورځ، د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پراختیا او د سوداګرۍ کچې لوړلو په موخه کابل ته راغلی.
