آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت وسلهوال پوځ لوی درستيز فصيح الدين فطرت، له يوې کورنۍ رسنۍ سره په مرکه کې وايي چې د بګرام هوايي اډې په اړه له امريکا سره هېڅ ډول تعامل يا همکاري نشته او په خبره یې، دا اډه په بشپړ ډول د اسلامي امارت ځواکونو په واک کې ده. ښاغلی فطرت ټينګار کوي، چې په دې اډه کې د ناقانونه ځواکونو شتون ته هېڅ اړتیا نشته او په خبره یې، د هېواد د ټولو پوځي اډو او مرکزونو حاکمیت او امنیت خوندي دی.
فصيح الدين فطرت په دې مرکه کې زیاته کړې: «ځينې کسان په رسنيو کې وايي چې له اسلامي امارت سره تعامل کوي، تر څو د بګرام اډه تر لاسه کړي، خو زه د افغانستان مسلمان ملت ته ډاډ ورکوم چې په دې برخه کې له امريکا او يا بل هېڅ هېواد سره تعامل نه دی شوی او نه به وشي. موږ د افغانستان د پولو، خاورې او اډو ساتنې پوره وړتیا لرو او هېڅ اړتیا نشته، چې کومه اډه یا سیمه بل چاته وسپارو.»
د اسلامي امارت وسلهوال پوځ لوی درستيز د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې د تېر حکومت د سقوط پر مهال ګاونډیو هېوادونو ته د چورلکو لېږد ته په اشارې سره ویلي، چې د دې الوتکو د بېرته ترلاسه کولو پر وړاندې یوه ستره ستونزه د امریکایانو محدودیتونه او د هغوی د ځانګړو غوښتنو نه منل دي. هغه ډاډ څرګند کړی، چې اسلامي امارت هڅه کوي دا الوتکې بېرته ترلاسه او په خبره یې، په دې برخه کې اړین ګامونه اوچت شوي هم دي.
د وسلهوال پوځ لوی درستيز په دې اړه زیاته کړې:«په دې برخه کې ډېر خنډونه شته. یوه لویه ستونزه هغه محدودیتونه دي، چې د امریکایانو له لوري لګېدلي. دوی خپلې ځانګړې غوښتنې او شرطونه لري چې اسلامي امارت يې نه مني او همدا موضوع کله ناکله ستونزې جوړوي.»
فصيح الدين فطرت په دې مرکه کې یو ځل بیا هغه ادعاوې بېبنسټه وبللې، چې ګواکې افغانستان کې ترهګرې ډلې شتون لري او په خبره یې، دا ډول ادعاوو موخه، د اسلامي امارت په اړه د هېوادونو بېباوره کول دي. هغه زیاته کړې: «د افغانستان له اړخه دې هېڅوک اندېښنه نه کوي. ځينې خبرې د دې لپاره خپرې شوې چې ګواکې په هېواد کې خرابکاره ډلې شتون لري، دا هغو کسانو خپرولې چې په حقيقت کې يې د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې تخريبي ذهنیت درلود او دا موضوع يې تبليغوله. د دوی هدف دا و چې د افغانستان ولس او يا د سيمې او ګاونډ هېوادونه اسلامي امارت مشروع ونه ګڼي.»
د اسلامي امارت وسلهوال پوځ لوی درستيز د خپلو څرګندونو په وروستۍ برخه کې ویلي، چې دا مهال د هېواد د دفاعي ځواکونو شمېر د ۱۵۰ او ۲۰۰ زرو ترمنځ دی، چې په بېلابېلو قطعاتو کې جذب او په دنده بوخت دي. د هغه په وینا، ښایي د اړتیا له مخې، راتلونکي کې د ځواکونو شمېر تر دې هم زیات شي.