آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي، چې داعش او نورې وسلهوالې په افغانستان کې په بشپړ ډول ځپل شوې او هېڅ فزیکي حضور نه لري. ښاغلی قانع زیاتوي، چې د اسلامي امارت واکمنۍ په لومړیو درېیو کلونو کې، پراخو او پرلهپسې عملیاتو دا ډله په بشپړ ډول وځپله او په خبره یې، دا مهال په افغانستان کې هېڅ داسې ډله چې د هېوادوالو او سیمې لپاره ګواښ وي، شتون نه لري.
عبدالمتین قانع آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «د داعش په څېر فنتهګرې ډلی په افغانستان کې هېڅ علني حضور نه لري. کوم پټنځایونه او مرکزونه یې چې پخوا درلودل، په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي. دوی نور د هېڅ ډول فعالیت توان نه لري او موږ به هم د هېڅ حرکت اجازه ورنه کړو؛ ځکه په ټول هېواد واکمن یوو او هېڅ امنیتي تشه نشته. په لومړي، دویم او درېیم کال کې د اسلامي امارت ځواکونو عملیاتو، دا ډلې په بشپړ ډول وځپلې. اوس هېڅ داسې کس او یا ډله نشته، چې زموږ د هېوادوالو او سیمې لپاره ګواښ وي.»
د سیاسي او امنیتي چارو کارپوهان وایي، چې افغانستان کې د داعش او نورو وسلهوالو ځلو ځپل، د اسلامي امارت د استخباراتي او عملیاتي وړتیاوو ښکارندويي کوي. د دوی په باور، د دې وضعیت دوام کولی شي د سیمې امنیت هم ټینګ کړي.
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «اړتیا ده، چې افغانستان داعش سره د مبارزې په برخه کې هم نړۍوالې ټولنې او هم د سیمې له هېوادونو سره همکارۍ زیاتې کړي. که څه هم وروستیو کلونو کې په دې برخه کې پرمختګونه شوي، خو څنګه چې وینو پاکستان هڅه کړې، د داعش له نامه په استفادې، افغانستان نا امنه وښیي او خپلې استخباراتې برنامې مخته یوسي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی سید هارون هاشمي بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «داعش افغانستان کې ثابت حضور او فعالیت نه لري او د دې ډلې فعالیتونه خورا محدود دي. دا ډله د مشخصو انګیزو له مخې عمل کوي، خو دا مهال افغانستان کې د پرمختګ او نفوذ هېڅ فرصت نه لري.»
دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د ترهګرو ډلو ځپلو پر وړاندې عملیات د امنیتي بنسټونو له مهمو لومړیتوبونو وو. تر دې وړاندې هم کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د نړۍوالې ټولنې او سیمې هېوادونو پر وړاندې یې ټولې ژمنې عملي کړې او هېچاته یې اجازه نه ده ورکړې، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.