عبدالحی قانت: پاکستان له لارو د فشار وسیلې په توګه ګټه پورته کوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د دوحې فورم د دویمې ورځې په څنډه کې، د “ترمذ خبرو اترو او سیمه ییز نښلون له لارې د افغانستان ښه کولو” تر سرلیک لاندې ځانګړې غونډه کې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس عبدالحي قانت، د کابل او اسلام آباد ترمنځ وروستیو کړکیچونو ته اشاره وکړه او خبرداری یې ورکړ چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې لارې د سیاسي فشار وسیله ګرځیدلي او دا د سیمه ییزې همغږۍ لپاره یو ګواښ دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس عبدالحی قانت وايي:«د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمول د سیمه ییز یووالي لپاره خورا مهم دي، ځکه چې دا ستونزه د سیمه ییز نښلون سویلي لاره بندوي. په دې وروستیو کې، سوداګریزې لارې د سیاسي وسیلې په توګه کارول شوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ دا شخړې د سیمه ییز یووالي مفهوم ته لوی ګواښ دی.»

قانت ټینګار وکړ چې په سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیاسي او ولسي اړیکو کې د ځینو هېوادونو اقتصاد محوره تګلارو ښکاره پایلې لرلې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس عبدالحی قانت وایي:«د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره، د سیمې هیوادونو دوه بیلابیلې لارې غوره کړې دي. یوه له دې لارو څخه په لویه کې امنیت محوره ده. دویمه لاره اقتصاد محوره ده چې له سیمې سره د افغانستان د یوځای کولو له لارې ورسره اړیکه لري.»

په دې ځانګړي پنل کې د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره پر همکارۍ په ټینګار سره وویل چې د امنیتي ستونزو او ترهګرو ډلو حل یوازې د افغانستان له چارواکو سره د تعامل له لارې شونی دی.

دافغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت‌الله ایرګاشف وایي:«زه دا نه وایم چې په افغانستان کې هیڅ ستونزه نشته. یقینا د امنیتي مسایلو او ترهګرو ډلو اړوند ستونزې شته. خو که موږ له اوسنیو افغان چارواکو سره د همکارۍ لاره غوره نه کړو، نو دا ستونزې څنګه حل کیدی شي؟ له همدې امله، موږ د همکارۍ بیلابیلې له هغې ډلې له افراطیت سره د مبارزې برخې رامنځته کړې دي کومې چې نن ورځ د اوسنیو افغان چارواکو مسؤلیت دی.»

دغه راز د ازبیکستان د ستراتیژیکو سیمه ییزو مطالعاتو د انسټیټیوټ رییس الدورف آریپوف د افغانستان د پراختیا لپاره اقتصادي همکارۍ غوره لاره ګڼي او زیاتوي چې د سیمې په اقتصاد کې د دغه هېواد له فعال ګډون پرته به په منځنۍ آسیا کې پایدار ثبات شونی نه وي.

د ازبیکستان د ستراتیژیکو سیمه ییزو مطالعاتو د انسټیټیوټ رییس الدور آریپوف وایي:« منځنۍ اسیا په مستقیم ډول د افغانستان له پرمختګونو څخه اغیزمنه ده او مهمه خبره دا ده چې د سیمې په اقتصادي پروسو کې د افغانستان له ریښتیني ګډون پرته به موږ ونه شو کولی چې په ټوله سیمه کې دوامداره ثبات ترلاسه کړو.»

د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی فیصل بن عبدالله الهِنزاب وایي:« کله چې د نښلون او اړیکو خبره کیږي، نو بېلابیل ډولونه شته. یو له دې پیوندونو څخه چې موږ یې تعقیبوو هغه د تشو ډکول او له منځه وړل دي او همدارنګه له نړیوالو ټولنې سره په خپله د افغانستان نښلول دي ترڅو دا هېواد د ملګرو ملتونو د پروسو لپاره یو پلیټ فورم پاتې شي. موږ په نړیوال سټیج او په نړیواله اجنډا کې د افغانستان د ساتلو له مثبت اغیز څخه خبر یوو او موږ غواړو چې دا پروسه ګړندۍ کړو.»

د ویلو ده چې د دوحې غونډه د عدالت په عمل کې، له ژمنو ورها خوا د پرمختګ پر لور موضوع سره، د شنبې په ورځ پیل شوه او له ۱۶۰ هېوادونو شاخوا پنځه زره ګډون کوونکو پکې حضور درلود.

دا غونډه له دوو ورځو وروسته پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *