آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او اسلام آباد ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په دوام د سیاسي چارو شنونکي وایي چې په ديپلوماتیکو، نظامي او سوداګریزو برخو کې له ماتې وروسته پاکستاني چارواکو اوس د افغانستان پر وړاندې رواني جګړه پیل کړې ده.
دوی په افغانستان کې د نظام په تړاو د افغانستان لپاره د پاکستان د پخوانی استازي آصف دراني وروستیو څرګندونو ته په اشارې وايي چې پاکستان نه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي آفاق خبري آژانس ته وایي:«په افغانستان کې، سوله، امنیت او پرمختګ تل د پاکستان د ستراتیژیکو موخو پر ضد عملي شوي. پاکستان د افغان حکومت د بدلولو توان نلري. اوس د دې وخت دی چې د رژیم د سقوط نښې په پاکستان کې څرګندې شي.»
په ورته مهال د سیاسي چارو ځینې شنونکي وایي، چې د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې نه یوازې له اوسنیو واقعیتونو سره سمون نه لري بلکې د سیمې پر وړاندې د یاد هېواد د ناکامو تګلارو دوام دی.
د دوی په وینا، پاکستان تل هڅه کړې چې په خپله خاوره کې ترهګرو ډلو ته امن او خوندي ځایونه ورکړي او د امنیتي ستونزو پړه پر ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان ور واچوي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی په دې تړاو وایي:«دا خبره حتا ځینو پخوانیو پاکستاني چارواکو هم کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې وضعیت ډېر بدل شوی دی، خو د پاکستان غلطو تبلیغاتو او معلوماتي لوبو د خلکو ذهنونه خراب کړي دي او دوی افغانستان خپل ستراتیژیک دښمن ګڼي. پاکستان باید په خپلو څرګندونو کې صادق وي او مبالغه ونه کړي.»
په پاکستان تل په دا ډول څرګندونو سره هڅه کړې چې افغانستان په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل په توګه وښي چې د اسلامی امارت د چارواکو په وینا، ګڼ شمېر شواهد ښیي چې د افغانستان او سیمې پر وړاندې د ګواښونو لویه برخه له پاکستانه سرچینه اخلي.
