آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي چې له افغانستانه د همکارۍ هغه کچه نه ده ترلاسه شوې چې تمه یې کېده او له همدې امله یې د فعالیت تمه کمه شوې ده.
نوموړي له یوې پاکستاني رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې ترکیه، چین او قطر په سیمه کې د سولې لپاره کار کوي او پایلې یې د سیمې لپاره مثبتې وبللې.
په ورته مهال، د پاکستان د ملي امنیت پخواني مرستیال، په ضمني ډول د اسلام آباد پر اوسنیو پالیسیو نیوکه وکړه.
نوموړي د سیمه ییز نښلون په ځانګړې توګه افغانستان په اړه ټینګار وکړ.
هغه دغه راز زیاته کړه چې اقتصادي مسایل باید له سیاسي مسایلو بیل شي.
د پاکستان د ملي امنیت پخوانی مرستیال موید یوسف وايي:«د افغانستان وضعیت پیچلی دی، خو موږ اړتیا لرو چې سیمه ییزې همکارۍ پراخې کړو او دا ډول ملګرتیاوې منځنۍ اسیا ته وغځوو. اقتصادي مسایل باید له سیاسي مسلو څخه جلا شي. ځکه چې نور به بدیلونه ومومي او انتظار به ونه کړي.»
د پاکستان د دفاع وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ځینې سیاسي شنونکي په دې باور دي چې اسلام آباد نه یوازې په سیمه کې د ثبات راوستلو لپاره همکاري نه کوي، بلکې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت په مکرر ډول سرغړونې سره په سیمه کې د تاوتریخوالي سرچینه هم ګرځیدلی دی.
دوی ټینګار کوي چې پاکستان باید خپلې غلطۍ ومني او د واقعیتونو په درک کولو سره، په افغانستان کې له هر ډول تاوتریخوالي څخه ډډه وکړي.
د نړیوالو چارو شنونکی ولي فروزان وایي:«له بده مرغه، کوم وضعیت چې په افغانستان کې له پنځوسو کلونو جګړې وروسته رامنځته شوی، موږ یې د دې توان نه لرو چې د پاکستان په څیر هیواد باندې د خپلې خاورې له دننه برید وکړو یا حتی له ځان څخه په سمه توګه دفاع وکړو. ځکه چې دې هیواد له ډنمارک امریکا او انګلستان څخه ګټه پورته کړې او دوی ټول د پاکستان په رول پوهیږي؛ دا چې ولې رامنځته شوی، د کوم هدف لپاره په سیمه کې دی، پلانونه یې څه دي، او ولې دا ډول کارونه کوي، او ولې د خپل ګاونډي هیواد په وړاندې ترهګریز عملیات تنظیموي.»
د نړیوالو چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وایي:«پاکستاني چارواکي، که څه هم دا تورونه ردوي، هڅه کوي چې د ځینو کړنو له مسوولیته تېښته وکړي. خو دا روښانه ده چې ستونزه په افغانستان کې نه ده پیل شوې او پاکستان باید خپلې غلطۍ ومني او د واقعیتونو په درک کولو سره، د افغانستان دننه له هر ډول تاوتریخوالي څخه ډډه وکړي. د دې پروسې دوام خطرناکې پایلې لرلی شي او د خبرو اترو لارې ته راستنیدل او د افغانستان حاکمیت ته درناوی د سیمه ییز ثبات ساتلو یوازینۍ لار ده.»
دا په داسې حال کې ده چې په ختیځو ولایتونو کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د نهو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون لس ملکي وګړي ووژل شول.
اسلامي امارت دا بریدونه غندلي او په مناسب وخت کې یې د افغان خاورې او خلکو د دفاع په شرعي حق ټینګار کړی دی.
