آفاق خبري آژانس؛ کابل: روسیه کې د جرمني سفیر ګراف لمسدورف، په یوه تازه مرکه کې ټینګار کړی، چې هېواد به یې نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت ونه پېژني او په خبره یې، په دې تړاو یې د هېواد دریځ روښانه دی. نوموړي د روسیې له لوري د دغه حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د جرمني لیدلوری له روسیې سره بشپړ توپیر لري.
لمسدورف همداراز زیاته کړې، چې د کډوالو او نورو مسایلو اړوند تخنیکي خبرې اترې، د روسیې له مداخلې پرته په خپلواکه توګه ترسره کېږي. روسیه کې د جرمني سفیر په دې مرکه کې ویلي: «موږ به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان سرپرست حکومت له سیاسي اړخه په رسمیت ونه پېژنو او په دې تړاو د جرمني دولت خپل دریځ ډېر روښانه بیان کړی دی. زموږ دریځ له روسیې سره ډېر توپیر لري، ځکه تر اوسه روسیه یوازینی هېواد دی چې د افغانستان سرپرست حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی. موږ تخنیکي خبرې اترې د شته لارو او مېکانېزمونو له لارې پرمخ وړو او فکر نه کوم چې موږ دې برخه کې د روسیې مرستې ته اړتیا ولرو.»
خو پوښتنه دا ده چې آیا د جرمني دولت دا دریځ به، د افغانستان په اړه د نورو اروپایي هېوادونو پر لیدلوري هم اغېز ولري کنه؟
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی آفاق خبري آژانس سره د دې پوښتنې په ځواب کې داسې وایي: «اروپایي ټولنه او لوېدیځ هېوادونه، په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونه، چې یو له بل سره متحدان دي، د افغانستان د حکومت د رسمیت پېژندلو په برخه کې یو ځانګړی لیدلوری لري. هغوی باور لري چې له افغانستانه کوم ګواښ نه محسوسېږي او دا موضوع د افغانستان داخلي مسئله ده چې درناوی ورته لري. هغوی تل د ښځو حقونو او د ټولشموله حکومت مسایلو ته پام کوي. له دې سره، باید وویل شي چې اروپایي ټولنه په تدریجي ډول او ګام په ګام د افغانستان له اسلامي امارت سره د باور فضا جوړوي او د افغانستان حکومت اړ دی چې خپلې داخلي ستونزې هوارې کړي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی معینګل څمکنی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «موږ افغانان باید هڅه وکړو، چې پر روسیې او یا بل هېواد له تکیې پرته، خپلې ستونزې په خپله حل کړو. سمه ده چې اروپایي ټولنه خپل ځانګړي قوانین لري، خو که موږ وتوانېږو د نړۍوالو معیارونو او غوښتنو سره سره، په ځانګړي ډول هغه څه چې اسلامي امارت رعایت کوي، عمل وکړو، د دنیا له لوري به زموږ د رسمیت پېژندلو زمینه برابره شي. خو دا ګام باید داسې اوچت شي، چې زموږ سپېڅلي دین او اصیلو افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.»
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم تر دې وړاندې د یاد وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي وو، چې جرمني د اسلامي امارت دوه ډیپلوماټان منلي او په خبره یې، دا ګام هلته د مېشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو په پار اوچت شوی دی.