آفاق خبري آژانس؛ کابل: د روان لمریز کال (غبرګولي، اتمه) د مسکو په کوربهتوب د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شورا منشیانو په ۱۳مه غونډه کې د د اسلامي امارت پلاوي له ګډون درې ورځې وروسته، د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پراختیا په لړ کې پرون (یکشنبه، غبرګولي ۱۱مه) کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدنه کې رسماََ د روسیې لپاره د افغانستان د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت افغان لوري ته وسپاره.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل وایي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي ژیرنوف د یادښت سپارلو ترڅنګ، هیله څرګنده کړې چې د ډیپلوماټیکو اړیکو کچې په لوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې لا پیاوړې شي. د ښاغلي تکل په خبره، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې د اړیکو په نوي پړاو، کازان غونډه کې د شوو تفاهماتو او دوه اړخیزو کاري کمېټو په اړه هم بحثونه کړي دي. د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له فدراسیون سره د اړیکو نوی فصل مهم بللی او هیله یې څرګنده کړې چې په دې پړاو کې دواړه هیوادونه وتوانېږي، په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ لا پراخې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس په دې اړه زیاته کړې: «ښاغلي ژیرنوف د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ته د روسیې لپاره د افغانستان د نوماند سفیر د منلو رسمي یاداشت وسپارلو او هیله یې څرګنده کړه، چې د ډیپلوماټیکې کچې لوړېدو سره به، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ګڼو برخو کې پرمختګ وکړي.»
روسیه ولې اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا په لټه کې ده؟
واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي رسېدو راهیسې، مسکو یو له لومړنیو هېوادونو و، چې کابل کې یې خپل ډیپلوماټیک حضور وساته او همداراز یې روسیه کې د افغانستان شارژدافیر ومانه. پر دې سربېره، تېرو نږدې څلورو کلونو کې د کابل او مسکو ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې اړیکې تر بل هر وخت پیاوړې شوې، چې وروستیو کې یې د روسیې په تاتارستان جمهوریت کې د کازان فورم په ۱۶مه غونډه کې د اسلامي امارت پلاوي ګډون او پر بېلابېلو اقتصادي مسایلو هوکړې بللی شو.
دا چې تېره اونۍ د روسیې امنیت شورا منشي هم د مسکو په امنیتي غونډه کې په ډاګه کړې وه، چې د روسیې له ممنوعه لیست د اسلامي امارت نوم له ایستلو یې موخه افغانستان سره د امنیتي همکاریو پراختیا ده، نو له دې ښکاري، چې مسکو غواړي پر سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره؛ امنیتي برخه کې افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخې او له دې لارې د افغانستان له اړخه خپلو اندېښنو ته رسېدنه وکړي. روسیه له اسلامي امارت سره ځکه د اړیکو پراختیا په لټه کې ده، څو په سیمه کې د ناټو، په ځانګړي ډول امریکا د بیا حضور مخه ونیسي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف پرون (یکشنبه، غبرګولي ۱۱مه) د دغه هېواد په پرِم ښار کې د اورآسیا مجمع په غونډه کې یو ځل بیا افغانستان ته د ناټو راګرځېدو په اړه خبرداری ورکړی و. لاوروف په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې وه، چې د څلور کلونو په تېرېدو او له افغانستانه د ناټو تر «شرموونکې ماتې» وروسته، دا اېتلاف یو ځل بیا په سیمه کې د خپل حضور هڅې کوي. هغه ناټو تورنه کړې وه، چې د «امنیت ټینګښت او ثبات» تر نامه لاندې په افغانستان او سیمه کې د خپل نفوذ پراختیا په لټه کې ده.
سرگئي لاوروف په دې اړه زیاته کړې وه: «ناټو په افغانستان کې له شرموونکي شاتګ وروسته، اوس یو ځل بیا دغه هېواد ته د ننوتلو هڅې کوي؛ ناټو په په مرکزي آسیا کې زموږ د سټراټیژیکو ملګرو د پام په جلبولو سره هڅې کوي، څو خپل لیدلوري پر هغوی تحمیل او هغوی ته ووایي، چې پرېکړه وکړئ، چا سره یاست، موږ یا روسیې سره؟»
له پورتنیو دلایلو او څرګندونو دې نتیجې ته رسېدلی شو، چې روسیه د سیمې نورو هېوادونو سره د اړیکو ترڅنګ، هڅه کوي افغانستان سره هم په بېلابېلو برخو کې اړیکې او همکارۍ پراخې کړي او عمده لامل یې هم په سیمه کې د امریکا او د ناټو هېوادونو د بیاځلي نفوذ مخنیوی دی. پر روسیه سربېره، چین د راپورته کېدونکي اقتصادي ځواک په توګه تل هڅه کوي، اسلامي امارت سره اړیکې پراخې کړي، چې ښه بېلګه یې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېرو څلورو کلونو پر مهال په سیاسي او اقتصادي برخه کې ګڼې همکارۍ بللی شو. چین هم د روسیې په څېر وېره لري او هغه دا چې، اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا له لارې غواړي، سیمه کې د ناټو او امریکا د بیا حضور مخه ډپ کړي.
اسلامي امارت په بهرني سیاست کې د توازن ساتلو په پار څه باید وکړي؟
څرنګه چې اسلامي امارت په ځلونو ویلي هم دي، چې بهرنی سیاست یې متوازن او اقتصاد محوره دی، نو سرپرست حکومت ته په کار ده، چې د زبرځواکونو ترمنځ د تعادل په ساتلو کې له خورا غور او ځیرکتیا څخه کار واخلي. د تل په څېر هڅه وکړي، چې د هېوادونو ترمنځ توازن په پام کې ونیسي، د دوی د سیاسي، امنیتي او اقتصادي ګټو قرباني نشي او د سیمې او نړۍ په کچه په لویو مسایلو کې خپل بېطرفي حفظ کړي.