د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو؛ نامشخصه پایله او ناروښانه راتلونکی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت او پاکستاني پلاوو ترمنځ د ترکیې په استانبول کې د مذاکراتو دویم پړاو له څلورو ورځو خبرو اترو وروسته، پرته کومې مشخصې پایلې، پای‌ته ورسېده. رویټرز خبري آژانس د یوې پاکستانۍ سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې دا خبرې اترو د ترینګلتیاوو کابو کولو او ګډو امنیتي اندېښنو د څېړلو په پار پیل شوې وې، خو دواړه لوري په کلیدي مسایلو کې هوکړې ته ونه رسېدل.

اسلامي امارت ته نږدې سرچینه هم وایي، چې اسلام‌آباد له کابل غوښتي، څو د پاکستان ضد ډلې مهار کړي. په مقابل کې افغان لوري ټینګار کړی، چې هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندې کار واخلي او د افغانستان هوایي حریم د نه نقضولو او د پاکستان له خاورې د امریکایي بې‌پیلوټه الوتکو ته د الوتنو اجازې نه ورکړې په تړاو یې له پاکستاني لوري د تضمین غوښتنه کړې ده. تر اوسه هېڅ لوري په رسمي توګه هوکړې ته د نه رسېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د سیاسي چارو شنونکی یحیی چاووش آفاق خبري آژانس سره په دې اړه وایي: «افغانستان او پاکستان له مشخصو موخو سره د خبرو اترو مېز ته حاضر شوي، تر اوسه کومه ملموسه نتیجه نه ده ترلاسه شوې، خو هڅې دوام لري څو د دواړو لورو دریځونه یو بل ته نږدې شي. د پاکستان اصلي غوښتنه دا ده چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) د مرکزونو شتون چې په افغانستان کې دي له منځه یوړل شي — هغه ادعا چې مخکې اسلامي امارت رد کړې وه.»

خو د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د مذاکراتو پایله روښانه نه ده او په خبره یې اصلي اختلافات لا هم د وړاندیز شویو لېستونو او کلیدي مسایلو په اړه دوام لري.

د نړۍوالو چارو شنونکی بلال فاطمي بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «پاکستان د خپلو وړاندیزونو لېست افغان لوري ته سپارلی، خو ډېری برخې یې نه دي څرګندې شوې، ځکه حساس ټکي پکې دي. د افغانستان لېست د پاکستان لپاره د منلو نه دی او د پاکستان لېست هم د افغانستان لپاره د منلو وړ نه دی. دا د دې ښکارندویي کوي چې وروستۍ پایلې ته رسېدل به ستونزمن وي. په خبرو کې د داعش، هوایي عملیاتو، پولو او د ډیورنډ کرښې موضوعات په روښانه ډول بحث شوي او افغانستان ټینګار کړی چې ځینې موضوعات د هغه له صلاحیته بهر دي او باید جلا وڅېړل شي.»

د نړۍوالو چارو بل شنونکی واحد فقیري بیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «د خبرو دوام دا څرګندوي چې دواړه لوري د خبرو پرمخ وړلو ته ژمن دي او هڅه کوي له دغو مذاکراتو یوه مثبته او محسوسه پایله ترلاسه کړي. دا خبرې هم د افغانستان، هم د پاکستان او هم د نړیوالو لوبغاړو له لوري د کورنیو او بهرنیو فشارونو لاندې دي، هغه لوبغاړي چې د خبرو مېز ته د وړاندې شویو موضوعاتو د حل غوښتونکي دي.»

د ویلو ده چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو د اکټوبر میاشتې په ۲۵مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیاوو کابو کولو او امنیتي اندېښنو د ارزونې په موخه پیل شوې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *