آفاق خبري آژانس؛ کابل: تېره ورځ قطر د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د مذاکراتو نوي پړاو کوربه و، چې دا مذاکرات د اوربند هوکړې په لاسلیک سره پایته ورسېدل. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ټینګار کړی، چې دواړه لوري سولې، متقابل درناوي او د ګاونډیتوب نیکو اړیکو ته ژمن دي. ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې دواړو خواوو د هر ډول خصمانه اقداماتو له ترسره کېدو ډډه کړې او پر امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو او د یو بل پر تاسیساتو به بریدونه نه کوي. هغه همداراز ویلي، چې هېڅ لوری به د هغو ډلو، چې د پاکستان دولت پرضد فعالیت کوي، ملاتړ نه کوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي: «د خبرو اترو په پای کې، دواړو خواوو یو دوه اړخیز تړون لاسلیک کړ، چې د سولې، متقابل درناوي او ښه ګاونډیتوب اړیکو ته یې په خپلې ژمنې ټینګار وکړ. د دې تړون د ګټو له مخې، دواړو هیوادونو بشپړ او مانا لرونکي اوربند ته ژمن دي او ژمنه یې کړې چې د یو بل پر وړاندې به هیڅ ډول دښمنانه اقدام نه کوي. دا هم روښانه شوه چې هیڅ اړخ به د هغو ډلو ملاتړ ونه کړي چې د پاکستان د حکومت پر وړاندې فعالیت کوي. په تړون کې د دواړو هیوادونو د امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو او تاسیساتو پر وړاندې د هر ډول بریدونو مخنیوي باندې هم ټینګار شوی دی».
په همدې حال، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف اعلان کړی، چې د دې هوکړې له مخې به، پر پاکستان د افغانستان له خاورې بریدونه په بېړنۍ توګه ودرول شي او دواړه هېوادونه به د یو بل حریم ته درناوی وکړي. هغه زیاته کړې، چې تمه ده د روان زېږدیز کال د اکتوبر میاشتې په ۲۵مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ په ستانبول کې مذاکرات وشي او د دې هوکړې د جزیاتو په اړه به خبرې اترې وکړي.
خواجه محمد آصف په دې اړه زیاته کړې: «د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند تړون لاسلیک شوی دی. له دې وروسته به د افغانستان له خاورې د پاکستان پر خاوره ترهګریز بریدونه سمدستي ودریږي. دواړه ګاونډي هیوادونه به د یو بل خاورې ته درناوی وکړي. د اکتوبر په ۲۵مه به د دواړو هیوادونو پلاوي بیا په ستانبول کې سره وګوري او د نورو جزیاتو او مسایلو په اړه به بحث وکړي.»
په ورته وخت کې، د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوحه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر بېړني اوربند هوکړه، د دواړو هېوادونو په پولو کې د ترینګلتیاوو کابو کولو او سیمه کې د سولې ټینګښت په برخه کې مهم ګام دی. د دې خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د اوربند تضمین او ثبات ټینګښت په پار، د راتلونکو ناستو پر جوړېدو هوکړه کړې ده.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د خبرو اترو په لړ کې، دواړو خواوو د سمدستي اوربند او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د میکانیزمونو په جوړولو هوکړه وکړه. دواړو خواوو همدارنګه هوکړه وکړه چې په راتلونکو ورځو کې د اوربند د دوام او د هغې د باوري او دوامداره پلي کیدو بیاکتنې او ډاډ ترلاسه کولو لپاره تعقیبي غونډې وکړي، یو داسې اقدام چې په دواړو هیوادونو کې د امنیت او ثبات په ډاډمنولو کې به مرسته وکړي.»
د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د اوسني اوربند لپاره ډېرې هیلې شته، ځکه چې نه پاکستان او نه هم افغانستان د اوږدې مودې جګړې په لټه کې دي او نه غواړي چې شخړه دوام وکړي. دواړه خواوې غواړي چې مسایل د مذاکراتو او خبرو اترو له لارې حل شي. په همدې حال، پاکستان په ورته وخت کې د جګړې او خبرو اترو دواړو پالیسي تعقیبوي. په ټولیز ډول، اوربند احتمال لري چې د څو میاشتو لپاره دوام وکړي او وضعیت به نسبتا ارام شي.»
د پاکستان او افغانستان ترمنځ هوکړې پراخ هرکلی هم شوی دی. د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي د اوربند هوکړه د افغانستان لپاره ډیپلوماټیکه بریا بللې ده. ښاغلي جلالي په دې اړه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «هغه څه چې د تفاهم له محتوا څخه تراوسه خپاره شوي، د قطر او ترکیې په شتون کې ښيي چې زموږ مرکچي پلاوي دیپلوماتیکه بریا هم خپله کړې ده. دا چې دواړه هېوادونه ژمنه کوي چې مسئلې به د خبرو له لارې اواروي، یو د بل پرخلاف به دښمنانه کړنې نه تر سره کوي او د مخالفو ډلو د بریدونو ملاتړ به نه کوي، دا د افغانستان پخوانی اصولي دریځ دی او تل یې ویلي چې د نورو په چارو کې نه لاسوهنه یې تګلاره ده. ښه ده چې پاکستاني لوري هم د منځګړو په شتون کې دا ژمنه وکړه.»
د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاقډار دا هوکړه د سولې او ثبات په برخه کې مهم ګام بللی او ټینګار یې کړی، چې د ترکیې په کوربهتوب غونډه کې به، د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په پار، د باور وړ نظارتي مېکانیزم وټاکل شي. هغه زیاته کړې، چې د انساني تلفاتو د مخنیوي په موخه باید هلې ځلې ګړندۍ شي.
محمد اسحاقډار په دې اړه زیاته کړې: «موږ د ترکیې په کوربه توب راتلونکې غونډه کې د څارنې یو روښانه او باوري میکانیزم رامنځته کیدو ته سترګې په لار یو، څو د پاکستان پر وړاندې د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د راپورته کیدو مسئلې ته رسېدنه وشي. دا اړینه ده چې د نورو انساني زیانونو د مخنیوي لپاره ټولې هڅې وشي.»
بلخوا د ایران بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا مسوول محمد رضا بهرامي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی کړی او دا یې د خبرو اترو له لارې د اخلافاتو حل لپاره رغنده ګام بللی دی. له دې سره هممهاله، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاویونګ په یوه پیغام کې د دې هوکړې د هرکلي ترڅنګ، هیله څرګنده کړې، چې دا هوکړه تلپاتې وي او له قطره یې د کوربهتوب له امله مننه کړې ده.
محمد رضا بهرامي په دې اړه زیاته کړې: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند ټینګول او د خبرو اترو او سیاسي حللارو له لارې د اختلافاتو د حل لپاره هوکړه کول یو ګټور، رغنده او مهم ګام دی. دا د سیمې د ټولو هیوادونو په ګټه ده چې سوله، ثبات او امنیت پیاوړی شي.»
یوشیاویونگ په دې اړه ویلي: «دواړو خواوو ته د اوربند د هوکړې د لاسلیک مبارکي وایم. موږ هیله لرو چې دا موافقه به تلپاتې او دوامداره وي. موږ د قطري لوري له کوربهتوب او ملاتړ هم مننه کوو.»
د سیاسي چارو شنونکی یحیی چاووش بیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «دا د مذاکراتو میز نه دی، بلکې د پاکستان تابوت دی. له تېرو دېرشو کلونو پاکستان او د هغه استازو په افغانستان کې د لارښوونې او قوماندې رول درلود، خو اوس دوی اړ شوي چې خپل استازي د مذاکراتو میز ته راولي. دا په سیمه کې د پاکستان د نفوذ د پای ته رسیدو پیل کیدی شي.»
خو پوښتنه دا ده، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ اوسنی اوربند دوام کولی شي؟
د نړۍوالو چارو شنونکی بلال فاطمي آفاق خبري آژانس سره د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: «د پاکستان کړنې دروغ دي او د ټولو نړیوالو قوانینو او تړونونو سرغړونه ده. دوی نه غواړي چې افغانستان له امریکا، هند او نورو هیوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. له همدې امله، دوی بهانې جوړوي، په خلکو بریدونه کوي او زموږ په خاوره کې تجاوز دوام ورکوي. اوربند ټینګ شوی، خو موږ فکر نه کوو چې دا به دوام وکړي، ځکه چې مخکې د اوربند سره په افغان خاوره بریدونه ترسره شوي وو. د پاکستان کړنې د اسراییلو سره ورته دي.»
د ویلو ده، چې کابل او اسلامآباد له څو ورځنیو نښتو وروسته، چې دواړو خواوو ته یې تلفات هم واړول، بالاخره د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو حل او اوربند ټینګښت په پار، هوکړې ته ورسېدل.
