آفاق خبري آژانس؛ کابل: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کمبودیا او ټایلنډ د لومړي وزیرانو ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیک مراسمو کې یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو ته اشاره وکړه او وویل، تکل لري دا جګړې ډير ژر حل کړي.
ټرمپ له ښکیلو خواوو سره خپل پیژندګلوي ته په ټینګار سره وویل، کولی شي دا مخالفتونه په اغیزناکه او آرامه توګه پای ته ورسوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي:«د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ شته، خو زه به یې ډېر ژر حل کړم. زه دواړه خواوې پېژنم؛ زه هیڅ شک نه لرم چې موږ به دا ستونزه ژر حل کړو. دا شخړه څو ورځې وړاندې پیل شوه او زه احساس کوم چې دا هغه څه دي چې زه یې کولی شم. زه به یې په ارامۍ او ښه توګه ترسره کړم. زه ممکن پخپله دننه لاړ نه شم، خو که زه وخت واخلم او د میلیونونه خلکو ژوند وژغورم، دا واقعیا یوه ښه خبره ده. زه له دې څخه غوره فکر نشم کولی.»
په ورته مهال، د سیاسي چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې امریکا د افغانستان په وروستیو ترینګلتیاوو کې غیر مستقیم رول لري او پاکستان د واشنګټن له زرغون څراغ پرته نه شي کولی د کابل پر وړاندې دښمنانه تګلاره غوره کړي.
دوی دغه راز وایي، امریکا هڅه کوي مخالفتونه کم کړي، خو پاکستان له دې وضعیته تر ډيره د خپلو موخو لپاره ګټه پورته کوي او له همدې امله د ترینګلتیاوو بشپړ حل سخت تر سترګو کیږي.
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وايي:«د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچونه امریکا ته د پاکستاني چارواکو په سفرونو کې ریښې لري. امریکایان وايي چې دوی دا ستونزه حل کولی شي، خو پاکستان هم له دې کړکېچونو څخه د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي. له همدې امله، تر هغه چې پاکستان او نور هېوادونه په لویو سیمه ییزو پروژو او له امریکا سره په تعاملاتو کې ښکیل وي، دا مسلې او غونډې به په اسانۍ سره حل نه شي.»
تیره ورځ هم د ترکیې په استانبول ښار کې د افغان او پاکستاني پلاویو ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو ترسره شو.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په دې غونډه کې پاکستاني پلاوي افغان هغه سره جامع طرحه شریکه کړه او په مقابل کې افغانستان هم پاکستان ته خپل وروستۍ مسوده وسپارله.
دا مسوده د افغانستان پر خاوره او هوایي حریم پر نه تیري او د پاکستان له خاورې د افغانستان پر وړاندې د هر ډول ډلو له فعالیت څخه په مخنیوي ټینګار کوي.
