د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اوربند هوکړه؛ په دې هوکړه کې پټ ضمایم څه دي؟

د آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اوربند هوکړه د هغې د جزیاتو او محتوا په اړه له پوښتنو سره مخ شوې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړه تر اوسه نهایي شوې نه ده او له همدې امله تر اوسه ټولو ته په واک کې نه ده ورکړل شوې.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې د روانې زیږدیز میاشتې په ۲۵ نېټه د ترکیې په ستانبول ښار کې د یادې هوکړې د پاتې برخو په تړاو غونډه وشي.

ښاغلي مجاهد دغه راز ټينګار وکړ چې دا هوکړه هیڅ پټ او محرمانه مورد نه لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې وایي:« د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې ځینې برخې پاتې دي او حتی ویل شوي چې دویمه ناسته به په استانبول کې وشي. بیا به دا تړون بشپړ شي او د هغې پر بنسټ به یوه پایله راشی. دا تړون زموږ تر منځ د متقابل تفاهم پر بنسټ خوندي دی او موږ به یې هرکله چې بشپړ شي بیاکتنه وکړو. په دې اړه هیڅ شی پټ نه دی.»

ښاغلي مجاهد دغه راز د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو پراختیا ته په اشارې سره وویل چې له هند سره د افغانستان نږدې کیدل د هیڅ هېواد پر وړاند د اقدام په مانا نه دي.

نوموړي وویل چې اسلامي امارت د متقابل درناوي له مخې له ټولو هېوادونو سره د متوازنو اړیکو غوښتونکی دی او اجازه به ورنکړي چې له کوم هېواد سره د افغانستان له اړیکو د بل هېواد پر وړاندې ناوړه ګټه پورته شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د خپلو خبرو په دوام وایي:« که څه هم له هند سره د افغانستان اړیکې د پراختیا په حال کې دي، خو دا د پاکستان پر ضد د اقدام په معنا نه ده. اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ د متوازنو اړیکو غوښتونکی دی او هېڅ هېواد باید له بل هېواد سره د افغانستان له اړیکو ناوړه ګټه پورته نه کړي. د اسلامي امارت اصلي موخه د افغانستان د سولې، ثبات او ملي ګټو ساتل دي او زموږ بهرنی سیاست له ټولو ګاونډیانو سره د توازن او رغنده تعامل په نظر کې نیولو سره پرمخ ځي.»

ښاغلي مجاهد د اسلامي امارت تګلارې ته په اشارې سره وویل چې دا حکومت به د پاکستان پر وړاندې له هیڅ وسله والو یا نظامي ډلې ملاتړ ونه کړي.

نوموړي له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د افغانستان پر وړاندې ریښتنې تګلاره غوره کړي او له دوه مخيتوبه ډډه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند د پاکستاني طالبانو ټي ټي پي په اړه وایي چې اسلامي امارت دا ډله ترهګره نه بولي، بلکې هغه د پاکستان دولت مخالفه ډله بولی او باور لري چې د هغې اړوند مسایل باید د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه وایي: « پاکستان له هر هېواد سره چې هر ډول پالیسي لري باید له اسلامي امارت سره صادقانه پالیسي غوره کړي، که دوی دوه مخيتوب وکړي، د فریب هڅه وکړي یا په خپلو ژمنو کې پاتې راشي، زموږ باور په بشپړ ډول له منځه ځي. له همدې امله موږ غوښتنه کوو چې دوی په خپلو ژمنو اوتعهداتو کې رښتیني وي او په صادقانه توګه عمل وکړي.»

په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې وویل چې پاکستان پر وروستیو کلونو کې د اسلامي امارت صبر ازمایلی او په پایله کې یې اسلامي امارت غبرګون ته اړ شوی دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې د اختلافاتو حل لاره خبرې اترې او تفاهم دی.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي هم له افغانستان سره د دوستانه اړیکو پر پراختیا او د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو په کمولو کې د پکن پر رغنده رول ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل وایي:«له بده مرغه پاکستان په تېرو څلورو کلونو کې د اسلامي امارت صبر و ازمایه، چې له امله یې اسلامي امارت غبرګون ته اړ شو. د اسلامي امارت ثابت دريځ د خبرو او تفاهم له لارې د ستونزو حل دی. چين غواړي له افغانستان سره د متقابل درناوي پر بنسټ اوږدمهاله اړيکې ټينګې کړي او د دغه هېواد ملي حاکميت او ارزښتونو ته درناوی وکړي. چین غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې په هواري کې رغنده رول ولوبوي»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې کابل او اسلام آباد په وروستیو ورځیو کې نښتې وکړې چې له امله یې دواړو لورو ته تلفات هم واوښتل.

دا نښتې په پای کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب سره د اوربند د هوکړې لامل شوې او ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو بل پړاو راتلونکو دوو ورځو کې د ترکیې په ستانبول کې ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *