د کابل او اسلام آباد ترمنځ ترینګلتیاوې؛ آیا ایران یې د کابو کولو توان لري؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او اسلام آباد ترمنځ د زیاتیدونکو ترینګتیاوو په لړ کې ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب له هڅو خبر ورکړی.

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې هېواد یې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو په موخه د یوې سیمه ییزې غونډې لپاره د پروګرام جوړیدو په حال کې دی.

که څه هم نوموړي د دې غونډې د وخت، ځای او ګډون کوونکو هېوادونو په اړه څه نه دي ویلي خو ټینګار یې کړی چې په دې تړاو خبرې دوام لري.

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي:«موږ په جدي توګه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو اترو د رامنځته کولو او د سولې د تامین په پروسه بوخت یو. هغه ټیلیفوني اړیکې چې ما کړې دي په همدې اړه دي او زه هیله لرم چې دا هڅې به یوې منطقي او سمې پایلې ته ورسیږي. که خدای کول، موږ به له زیاتې تجربې او نورې همکارۍ سره دې هدف ته نږدې شو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له څرګندونو سره هم مهاله، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اسلام آباد او اسلامي امارت ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د ایران له وړاندیزه د هرکلي ترڅنګ په دې برخه کې له تهران سره د همکارۍ لپاره چمتوالی څرګند کړی.

د یاد وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي چې پاکستان تل د خبرو اترو او دیپلوماسۍ له لارې د ترینګلتیاوو د سوله ییز حل ملاتړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي:« معمولا، هغه هیواد چې په حقوقي یا سیاسي قضیه کې په کمزوري دریځ کې وي، له منځګړیتوبه نارامه کیږي. د ترهګرۍ د سرچینې په اړه چې په افغانستان کې ده، د پاکستان دریځ خورا قوي دی.»

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی آفاق خبري آژانس ته وایي:« په ټولیز ډول، ټول سیمه ییز لوبغاړي هڅه کوي چې خپلې اندیښنې کمې کړي او په اوسنیو بهیرونو او لوبو کې رول ولوبوي ترڅو د پاکستان له شتون او کړنو څخه په یو ډول خبر پاتې شي.»

بل لورته، د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د یاد هېواد له رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې د ملګرو هېوادونو په تضمین سره د اسلامي امارت له لوري یوازې یوه کتبي ژمنه کولی شي د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې ورغوي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا ژمنه باید د ترکیې، سعودی عربستان، متحده عربي اماراتو، ایران، چین او قطر هیوادونو له ملاتړه برخمنه وي څو د اړیکو د ښه والي لپاره لازم باور رامنځته شي.

د سیاسي چارو شنونکی سمیر انگار وایي:«تر هغه ځایه چې موږ د دې خبرو اترو چوکاټ پراخولی شو او د دې مسلې په اړه سیمه ییزه اجماع رامنځته کولی شو، موږ کولی شو د افغانستان لپاره مثبته پایله ترلاسه کړو، ځکه چې د سیمې هیوادونو په ګډون ایران، چین او روسیې، د سیمه ییز ثبات د ډاډمنولو هڅه کوي او هڅه کوي چې په سیمه کې د لویدیځ پالیسیو د پلي کیدو مخه ونیسي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، په ترکیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې پړاوه خبرو اترو د بې پایلې پای ته رسېدو لامل د پاکستان نا معقولې غوښتنې بللې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *