آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد افاق خبري آژانس ته وايي، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په مرکز او ولایتونو کې د ښځو اړوند څه باندې ۷ زره حقوقي قضیو ته رسېدنه کړې ده.
ښاغلي راشد زیاته کړې، چې په دې موده کې، محکمو په ټول هېواد کې یو سل او ۱۴ زره او ۸۵۳ حقوقي او جزایي قضیو ته رسېدنه کړې ده.
د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد وايي: « د روان هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، په هیواد کې د ښځو په اړه ۷۰۰۰ قضیې حل شوي دي، او په ورته موده کې، ۱۱۴۸۵۳ حقوقي او جنایي قضیې حل شوي دي. »
له دې سره هممهاله د ښځو حقونو ځینې فعالانې په ټول هېواد کې د ښځو د حقونو د تامین غوښتنه کوي.
د ښځو حقونو فعاله نویدا اندړ آفاق خبري آژانس ته وایي: « اسلامي امارت باید په ټول هیواد کې د ښځو حقونه، په ځانګړې توګه په ولایتونو کې د ښځو حقونه تضمین کړي، او اسلامي امارت باید هغوی ته د کار او زده کړې اجازه هم ورکړي ترڅو د هیواد په وده کې رول ولوبوي.»
د ښځو حقونو فعاله لیما شیرزۍ په دې تړاو وایي: « افغانستان هم د نورو اسلامي هېوادونو په څېر ودې او پرمختګ ته اړتیا لري. اسلامي امارت باید ښځو او نجونو ته د کار او زده کړې اجازه ورکړي.»
د ښځو د حقونو فعالانې په داسې حال کې په هېواد کې د ښځو حقونو د تامین غوښتنه کوی، چې د اسلامي مارت چارواکو له بیا واکمنېدو راهیسې، د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو په ورکړې ټنګار کړی او وايي، چې هېواد کې د ټولو په ځانګړي ډول د ښځو حقونه خوندي دي.
