آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت، امنیت شورا کې د پاکستان د دایمي استازي هغه ادعاوې رد کړې چې په وینا یې افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې کارول کیږي او یا هم د قاچاق لړۍ یې روانه ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، اسلامي امارت د دې مهماتو ساتنې او څارنې ته ژمن دی او دمګړۍ افغان ځواکونه یوازې د اړتیا په صورت کې له خپلو خلکو د دفاع او امنیت ساتنې لپاره له دغو وسلو وسلو ګټه پورته کوي.
نوموړي زیاته کړه چې نورې وسلې په ډیپوګانو کې ساتل کیږي او لاسرسی ورته نشته.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع آفاق خبري آژانس ته وایي:«هغه پوځي مهمات چې د اسلامي امارت له خوا له پخواني حکومت څخه غنیمت شوي وو، ټول د هیواد ګټه وو، په ځانګړې توګه د امنیتي سرچینې په توګه، او اسلامي امارت د دې مهماتو د ساتنې لپاره په بشپړ ډول ژمن دی. اوس امنیتي ځواکونه له دې مهماتو او پوځي تجهیزاتو څخه د خلکو د امنیت د تامین لپاره کار اخلي، او پاتې نور یې په ډیپوګانو کې ساتل کیږي او موږ په دې اړه د هر لوري اندیښنې ردوو.»
د ویلو ده چې د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو د وروستیو دریځونو په لړ کې، په ملګروملتونو کې د پاکستاني دایمي استازي عاصم افتخار احمد د سپکو وسلو په اړه د امنیت شورا غونډه کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې پرمختللو وسلو ته د ترهګرو ډلو لاسرسی د سیمې د سولې لپاره ګواښ دی او ادعا یې وکړه چې ګاونډیو هېوادونو ته ددغو وسلو د قاچاق هڅې روانې دي.
په ملګروملتونو کې د پاکستان استازی عاصم افتخار احمد وایي:« موږ د ترهګرو ډلو له لوري د دې عصري او قوي وسلو د ترلاسه کولو او کارولو په اړه هم ژوره اندیښنه لرو، کوم چې د پاکستان او سیمې سولې او امنیت ته جدي ستونزه رامنځته کوي. موږ په نړیواله ټولنه غږ کوو چې دغو وسلو ته د ترهګرو ډلو د لاسرسي د مخنیوي لپاره قوي هڅې وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې اوسني افغان چارواکي خپل نړیوال مکلفیتونه او مسؤلیتونه پوره کوي.»
په همدې تړاو د سیاسي چارو ځینې شنونکي باور لري چې پاکستان د سولې او ټیکاو پر ځای نیابتي جګړې کړي او د خپل نظام د پایښت لپاره له دې کړنلارې ګټه پورته کوي.
د دوی په وینا، له همدې امله پاکستان هڅه کوي په افغانستان کې وضعیت پیچلی کړي او خپلو موخو ته د رسیدو لپاره کنټرول ولري.
د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي په دې اړه وایي:« پاکستان د سولې او ثبات پر ځای د دوکې او نیابتي جګړو له لارې فعالیت کوي او د خپل نظام د ساتلو لپاره له دې لارو چارو کار اخلي. له همدې امله، هڅه کوي چې په افغانستان کې وضعیت د خپلو اهدافو په ګټه کنټرول او اداره کړي. »
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي له امریکا د پاتې شویو وسلو د قاچاق په اړه ادعاوې کوي، تر دې وړاندې هم د یاد هېواد چارواکو په ځلونو ورته ادعاوې کړې وې، خو اسلامي امارت هر ځل دا تورونه بې بنسټه او له واقعیته لرې بللې دي.
