آفاق خبري آژانس؛ کابل: د دوشنبې ورځې د سهار په شاوخوا یوه بجه د ریښتر په کچه له ۶.۳ درجې زلزلې وروسته چې یو شمېر شمالي ولایتونه او کابل یې هم ولړزاوه د عامې روغتیا وزارت وايي چې تر اوسه د دغې زلزلې له امله ۲۷ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۸۵۳ نور ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت د ویاند په وینا د دې پېښې له امله په سمنګان ولایت کې ۱۳ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۱۸ نور ټپیان دي، دغه راز په بلخ کې ۱۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۳۵ نور ټپيان دي.
بل لور ته له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې په راپور کې راغلي چې ددغې زلزلې له امله ۱۷۰ کورونه په بشپړ ډول او ۳۴۲ نور په قسمي ډول زیانمن شوي دي.
له طبیعي پېښو سره مبارزې د چمتوالي ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي:« ۱۷۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۳۴۲ کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي دي. په ورته وخت کې، د هر شهید وارثانو ته ۲۰ زره افغانۍ او د هر ټپي کس لپاره ۱۰ زره افغانۍ نغدي شوې ده.»
له دې زلزلې وروسته هند د لومړني هېواد په توګه د افغانستان شمال کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د بیړنیو بشري مرستو د یوې کڅوړې په رالیږلو لاس پورې کړ.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جایسوال وایي، نوی ډیلي ژمن دی د روغتیا او مرستې رسونې په برخه کې د باور وړ ملګري په توګه د سویلي هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان ترڅنګ ودریږي.
په ورته مهال، ایران، پاکستان، قطر، بریټانیا، سعودي عربستان، بحرین او ترکیې هم په بیلابیلو پیغامونو کې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په شریکولو سره له زیانمنو شویو سره د همکارۍ او مرستې د وړاندې کولو چمتوالی اعلان کړی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي: « د افغانستان په خلم سیمه کې له سختې زلزلې وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له شریفو خلکو، په ځانګړې توګه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او د پیښې د ټپیانو او قربانیانو لپاره یې خدایه ته دعا وکړه. موږ همدارنګه د مرستې او ژغورنې په پروسه کې له افغانستان سره د هر ډول مرستې لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګندوو.»
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي:« موږ د افغانستان په شمال کې د ویجاړونکې زلزلې له امله ژور خفه یو، چې پراخه ویجاړي یې رامنځته کړه او پراخ زیان یې واړوه. موږ له غمجنو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو او د ټپیانو د ژر رغیدو لپاره دعا کوو.»
د افغانستان لپاره د بریټانیا استازولي ویلي:« موږ د تېرې شپې د زلزلې د راپورونو له امله چې د بلخ او سمنګان ولایتونو په ګډون یې د افغانستان شمال ولړزاوه، ژور خواشیني یو. موږ د دې پیښې قربانیانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو. د بریټانیا بشري همکاران لا دمخه د ملاتړ په عملیاتو کې فعال دي.»
د طبیعي پېښو د مدیریت څانګې څیړونکی سید عبدالباسط رحماني وایي:« کومه زلزله چې د افغانستان په شمال کې وشوه په حقیقت کې د شدت او اغیزو له پلوه یوه لویه زلزله وه. خو مهمه پوښتنه دا ده چې ولې موږ په افغانستان کې د نړۍ د نورو برخو په پرتله ډیر زیان منونکي یوو او ولې زموږ په هېواد کې زیانونه او تلفات ډیر دي. دا مسله زموږ وړتیاوو او وضعیت ته راګرځي؛ د طبیعي پیښو پر وړاندې زموږ کمزوري چمتووالي ته او همدارنګه د ملي وړتیاوو محدودیت ته. حقیقت دا دی چې د تاریخ په اوږدو کې، د داسې پیښو د مدیریت لپاره اړین پوهاوی او ذهني چوکاټ په افغانستان کې نه دی جوړ شوی.»
دغه راز د ملګروملتونو د ویاند مرستیال وروستۍ زلزلې ته په اشارې سره په افغانستان کې له انساني بحران سره د مقابلې لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړ.
فرحان حق زیاته کړه چې د ۲.۴ میلیارده اړتیا وړ یوازې څه باندې یو پر دریمه برخه برابره شوې او څه باندې ۱.۵ میلیارده ډالره پاتې دي.
د ملګروملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق په دې اړه وايي:« ملګري ملتونه او زموږ بشري شریکان د ۶.۳ درجې زلزلې له راپورونو وروسته وضعیت له نږدې څاري. زموږ بشري غوښتنه په جدي توګه کمه شوې ده، د اړتیاوو او ځواب ویلو طرحه ۲.۴ میلیارده ډالرو څخه یوازې دریمه برخه تمویل شوې ده، او څه باندې ۱.۵ میلیارده ډالر پاتې ده.»
په ورته مهال، د روغتیا نړیوال سازمان هم په یو راپور کې د ځمکې ښویدنې، برېښنا پرې کېدو او روغتونونو محدود ظرفیت په څیر ستونزو ته په اشارې سره یو ځل بیا دې بیړني وضعیت ته په چټکه او اغیزناکه توګه د ځواب ویلو لپاره له افغان ملي او ولایتي روغتیایي چارواکو ملاتړ اعلان کړ.
د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي:
۱. د خلم ولسوالۍ په تنګي سیمه کې د ځمکې ښویېدو له امله د بلخ-کابل لویه لاره بنده شوې او د سمنګان روغتون ته د ټپیانو لېږد ځنډېدلی دی.
۲. په اغیزمنو سیمو کې د برېښنا لنډمهاله پرې کېدو د روغتیایي خدماتو وړاندې کول ګډوډ کړي او بیړني عملیات یې پیچلي کړي دي.
۳. د روغتون محدود ظرفیت، په ځانګړې توګه په خلم کې، د ګڼې ګوڼې او د ټپیانو د درملنې لپاره د کافي ځای نشتوالي لامل شوی دی.
د یادونې ده چې یوازې په وروستیو دوو میاشتو کې یوې سترې زلزلې د هېواد ختیځ ویجاړ کړ، تر هغې وروسته د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې د هېواد شمال ولړزاوه او د بلخ او سمنګان ولایتونو اوسیدونکي یې له ویرې او وحشت سره مخ کړل.
دا پېښه د پام وړ مالي او ځاني زیانونو لامل شوه.
