د هند او پاکستان په جګړه کې د کابل بې‌پریتوب؛ پاکستان پر افغان کډوالو فشار زیات کړی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي رسېدو وروسته، له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستانه د افغانانو جبري ایستلو لړۍ یو ځل بیا زور اخیستی او ان تر دې چې، ګاونډیو هېوادونو د ټولو انساني، اسلامي او نړۍوالو نورمونو خلاف د دوی شتمنۍ چور او تش لاس یې تر پولو را اړوي. که څه هم د اسلامي امارت مسوولینو د ګاونډیو هېوادونو له چارواکو سره په ټولو ناستو کې له هغوی غوښتي، چې افغان کډوال د یوه مېکانېزم له مخې را وباسي، خو پاکستانیانو بیا د خپلو ژمنو برعکس عمل کړی او نه یوازې، چې هلته مېشت اسناد نه لرونکي افغانان یې په خورا جبر او زیاتي را ایستلي، بلکې د قانوني اسنادو لرونکي افغانان یې هم د ټولو نورمونو خلاف تر پولو را اړولي دي.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو له ناوړه چلن په ځلونو شکایت کړی او د افغانستان او پاکستان له حکومتونو یې غوښتي، چې د دوی ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي. د دوی په خبره، دا مهال پاکستان کې له ناروښانه برخلیک او راتلونکي سره مخ دي او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې ستونزې زیاتېږي. دوی وایي، چې تازه د پاکستاني حکومتي ادارو له لوري ورته ویل شوې، چې د جون تر پایه دې «پي‌اوآر» لرونکي افغانان هم له دغه هېواده ووځي. د کډوالو حقونو فعالان هم ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلن د اندېښنې او ټولو نړۍوالو اصولو او قوانینو خلاف بولي. دوی له نړۍوالو مرستندویه بنسټونو غواړي، چې له راستنو شویو کورنیو سره د سرپناه او نورو اسانتیاوو برابرلو په برخه کې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې، د ناروې د کډوالو شورا په یوه تازه راپور کې ویلي وایي، چې له پاکستانه په جبري توګه را ایستل شوي څه د پاسه یو میلیون کسان له سختو اقتصادي ننګونو او بې‌سرپناهۍ سره مخ دي. دغه بنسټ د اندېښنې په څرګندونو سره خبرداری ورکړی، چې که د راستنو شویو کورنیو ستونزو ته حل‌لار ونه موندل شي، یاد کسان به له بې‌ثباتۍ او بیاځلۍ بېځایه کېدو ګواښ سره مخامخ شي. د ناروې کډوالو شورا په خپل راپور کې زیاته کړې، چې یوازې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ تر دې دمه، شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

له دې ورها خوا، د روان لمریز کال د غویي میاشتې په ۲۴مه نېټه د پاکستان کډوالو ملي کمیسیون د شمېرو په خپرولو سره ویلي وو، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر میاشتې له لومړۍ د اپرېل تر وروستیو پورې شاوخوا یو میلیون او ۳۰۰ زره افغانان له دغه هېواده ایستل شوي او په خبره یې، لا هم شاوخوا درې میلیونه نور افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي. د یاد کمیسیون منشي خبرداری ورکړی و، چې وروسته له دې به افغانان یوازې د قانوني ویزې په لرلو سره پاکستان ته د تګ اجازه ولري.

پوښتنه دا ده، چې وروستیو کې پاکستان ولې یو ځل بیا د افغان کډوالو ایستلو لړۍ چټکه کړې ده؟

د روان لمریز کال د اپرېل میاشتې په ۲۲مه نېټه د هند تر ولکه لاندې کشمیر سیمه کې د ۲۶ هندي سیلانیانو ډله‌ییزې وژنې، د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې او ان تر دې چې دواړو لورو د څلورو ورځو لپاره پر یو بل هوایي او توغندیز بریدونه هم وکړل. د هند او پاکستان په جګړه کې یو شمېر هېوادونو له هند او یو شمېر نورو بیا له پاکستان ملاتړ وکړ، خو اسلامي امارت د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ، په دې جګړه کې بې‌پریتوب غوره او بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له هند او پاکستان وغوښتل چې جګړه د حل لار نه ده او شته ستونزې دې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

که څه هم پاکستاني چارواکو هڅه وکړه چې هند سره جګړې ته مذهبي اړخ ورکړي، خو په دې کې هم بریالي نه شول. د پاکستان او هند ترمنځ له اوربند څو ورځې وروسته د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د هند له بهرنیو چارو وزیر جي‌شنکر سره د ټلیفون پر لیکه، پر د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره، د سوداګرۍ، افغانانو لپاره د هند وېزو او هلته د بندي افغانانو د لېږد په اړه هم خبرې وکړې؛ له دې ټلیفوني مکالمې څو ورځې وروسته پاکستاني چارواکو خپله چوپتیا ماته او دفاع وزیر یې خواجه آصف تور پورې کړ، چې هند سره په جګړه کې افغانستان او اسراییل د هند پلوي کړې ده.

له دې ورها خوا، د تېرې اونۍ په وروستیو کې د چین په کوربه‌توب د افغانستان، پاکستان او چین درې‌اړخیزه ناسته په بېجېنګ کې وشوه، زیاتره پاکستاني مفسرینو داسې انګېرله، چې ګواکې په دې غونډه کې به چین اسلامي امارت وهڅوي، څو د هند پر وړاندې د پاکستان په پلوۍ دریځ غوره کړي، خو د اسلامي امارت متوازن بهرني سیاست ته په کتو، پاکستانی لوری په دې هڅه کې هم ناکام شو او ټوکېدلې هیلې له خاورو سره خاورې شوې.

دا چې پاکستان به پخوا له شواهدو او اسنادو پرته تور پورې کاوه، چې د دغه هېواد په امنیتي پېښو کې پاکستان کې مېشت افغانان لاس لري او له همدې امله یې د افغانانو جبري ایستل توجیه کول، خو اوس بیا هند سره تر جګړې او اسلامي امارت بې‌پریتوب وروسته، پاکستان هلته پر مېشتو مظلومو او بې دفاع افغانانو فشارونه زیات کړي او د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف د هغوی شته غصبوي او تش لاس یې تر پولو را اړوي. پاکستان هڅه کوي، چې له دې لارې پر اسلامي امارت فشار راوړي او خپلو هغو موخو ته ورسېږي، چې له کلونو راهیسې یې پر افغانانو د تحمیلولو هڅې کوي؛ پاکستان د افغانستان د تېرو حکومتونو پر وړاندې هم د فشار ورته پالیسۍ غوره کړې، خو پایلې یې ناملموسې ثابتې شوې دي.

که پاکستان غواړي آباد، هوسا او له اوسني اقتصادي ناورین په بریالیتوب راووځي، نو ضرور ده په خپل څنګ کې یو خپلواک، آزاد، هوسا او د خپلې ارادې او پرېکړې څښتن افغانستان وزغمي؛ ځکه په دې سره به نه یوازې چې افغانستان او پاکستان هوساینې ته ورسېږي، بلکې د افغانستان له لارې به سویلي آسیا له جنوبي آسیا سره ونښلول شي د سیمې سیاسي او اقتصادي ثبات به هم نور هم ورسره وغوړېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد