آفاق خبري آژانس؛ کابل: د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې د ۲۶ سیلانیانو وژل کېدو له امله، د دواړو هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې ترینګلې کېږي. هند وایي، چې د دې برید تر شا پاکستان دی، خو پاکستاني چارواکو په دې برید کې هر راز لاس لرل رد کړي دي. دواړو لورو له یو بل سره پر سوداګرۍ سربېره، هر راز راشې درشې ته د پای ټکې کېښود، هند پر پاکستان اوبه او خپل بندرونه وتړل او پاکستان یې په مقابل کې بیا د هندي الوتنو پر وړاندې خپل هوایي حریم وتاړه.
پرون د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، چې هند پلان لري، نږدې راتلونکي کې پر پاکستان برید وکړي او خبرداری یې ورکړی، چې هېواد یې د هند د هر راز یرغل پر وړاندې چمتووالی لري. د آصف له دې څرګندونو وروسته د امریکا متحده ایالتونو چین، افغانستان، ترکیې او ایران له دواړو خواوو غوښتي، چې اور ته د لمن وهلو پر ځای، د خبرو اترو له لارې ستونزې هوارې کړي.
د هند او پاکستان وروستیو ترینګلتیاوو سره له دې چې د دواړو هېوادونو ولسونو ته زیانونه اړولي، خو د افغانستان سوداګري یې هم اغېزمنه کړې ده؛ ځکه افغانستان تر ډېره د واګه بندر له لارې هند ته انځر، انجه او تخم یې، زعفران، ممیز، شنه زیره او بادام صادروي او له هغې خوا بیا بوره، د صنعتي کارخونو لپاره اومه مواد، د موټرو پرزې، د کتان منسوجات او ماشینآلات هېواد ته را واردوي. د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وایي، چې د واګه بندر په تړل کېدو سره، هندوستان او افغانستان ترمنځ پر سوداګرۍ هم ناوړه اغېز کړی دی. هغه هیله څرګنده کړې، چې د پاکستان او هند ترمنځ وروستۍ ترینګلتیاوې حل او دا بندر ژر تر ژره د سوداګرۍ پرمخ پرانیستل شي.
عبداللطیف نظري له آفاق خبري آژانس سره په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «د واګه بندر تړل کېدل، د افغانستان پر صادراتو او وارداتو ناوړه اغېز لرلی شی. افغانستان خپل مهم توکي له همدې لار واردوي، هیله من یو، چې د هند او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو په کابو کېدو سرسه، دا لار بېرته د سوداګرۍ پرمخ پرانیستل شي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هند او افغانستان ترمنځ د ۸۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې، چې له دې ډلې د ۶۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او د ۲۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.
د دغه وزارت ویاند آخند زاده عبدالسلام جواد له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وویل: «د ۱۴۰۳ کال په لړ کې له هندوستان سره د افغانستان سوداګرۍ ۸۹۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، چې د ۶۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او همداراز د ۲۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.»
د اقتصاد چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ کچې کمېدو د مخنیوي په پار، اسلامي امارت باید د صادراتو او وارداتو په برخه کې بدیلې لارې پیدا کړي. د دوی په خبره، که افغانستان یوازې د پاکستان له لارې د سیمې هېوادونو او نړۍ سره پر راکړه ورکړه تکیه وکړي، نو راتلونکي کې به له ورته ننګونو سره مخ او افغان محصولات به پر وخت تر نړۍوالو بازارونو نهرسېږي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالشکور هډهوال د دې پوښتنې په ځواب کې آفاق خبري آژانس ته وایي: «اسلامي امارت باید هڅه وکړي، څو بدیلې لارې پیدا او دې معضلې ته د پای ټکی کېږدي او د صادراتو او وارداتو په بیو کې کموالی راشي او بېرته خپل عادي حالت ته ستانه او زموږ سوداګرو ته تاوان ونه رسېږي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی اسماعیل ځدراڼ بیا د دې پوښتنې په ځواب کې داسې لیدلوری لري: « پر بدیلو لارو کار کول خورا مهمه مسئله ده. اسلامي امارت باید دا کار وکړي. تاسو وینئ چې څه موده وړاندې له چین سره هم ښې هوکړې وشوې، چې له مخې یې پر افغان توکو مالیې کمې شوې او دلته هم پر چیني توکو مالیات کم شول.»
افغان حکومت او سوداګرو ته په کار ده، چې له هند سره راکړه ورکړه د ایران چابهار بندر له لارې زیاته کړي، ښایي دا لار څه ناڅه اوږده وي، خو دا چې د صادراتو او وارداتو کچه په ټپه ودرېږي، ښه ده چې د یوې لارې د تړل کېدو په صورت کې له بدیلې لارې ګټه واخلي. دویمه مسئله دا چې اسلامي امارت باید د سیمې له نورو هېوادونو، لکه ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران سره راکړه ورکړه زیاته کړي؛ په دې سره به افغانستان د پاکستان له احتیاجۍ خلاص او که کله لار هم بندېږي، نه به سوداګر له ستونزو سره مخ کېږي او نه به هم به کور د ننه په بیو لوړوالی راځي.