د ملګرو ملتونو راپور ته غبرګون؛ د افغانستان په اړه منفي پروپاګند مه کوئ

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي وروستي درې میاشتني راپور په غبرګون کې وایي، چې د دغه سازمان له لوري درې میاشتني راپور کې د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپاره شوي او هڅه شوې چې د افغانستان د فعلي وضعیت په اړه تشویشونه ایجاد شي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې افغانستان کې امنیت د بل هر وخت په پرتله ښه شوی او خلک په آرامه فضا کې ژوند کوي. د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، چې په دې راپور کې جنايي پيښې هم امنيتي پيښې تعبیر شوي دي، په داسې حال کې چې دغه ډول جنايي پيښې، د افغانستان په پرتله، په نورو هېوادونو کې زیاتې دي.

گرافیک: د اسلامي امارت د ویاند څرګندونو یوه برخه

« موږ دغه راپور ردوو او هغه د ناسمو معلوماتو په اساس او د پروپاګند کولو په منظور تهیه شوی راپور بولو. په افغانستان کې امنیت اوس تر بل هر وخت ښه شوی او خلک په ارامه ژوند کوي. متأسفانه چې د ملګرو ملتونو او ورته نورو ادرسونو څخه همیشه د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کيږي، هڅه کیږي چې د افغانستان حالات خراب وښودل شي، په پرمختګونو سترګې پټې شي او د کوچنیو پيښو په غټ ښودلو سره خلکو ته انديښنې پيدا شي. د ملګرو ملتونو په راپور کې جنايي پيښې هم امنيتي پيښې تعبیر شوي دي، په داسې حال کې چې دغه ډول جنايي پيښې، په نورو هېوادونو کې له افغانستان څخه ډيرې ترسره کیږي.»

د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې ملګري ملتونه ځکه افغانستان کې امنیتي پېښې لویې ښیي، څو له دې لارې د اوسني حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي او د منځنۍ آسیا هېوادونو، په ځانګړي دول چین او روسیې ته د سرپرست حکومت د نږدې‌والي مخه ونیسي.د سیاسي چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی په دې اړه له آفاق خبري آژانس سره په خبرو کې زیاته کړه: «د ملګرو ملتونو له لوري په خپرو شویو راپورونو کې ادعا شوې، چې ګواکې په افغانستان کې امنیتي پېښې او تاوتریخوالی تر درې سلنې زیات شوی دی؛ خو زما په اند واقعیت دا دی، چې د افغانستان وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره ښه کېږي. نن سبا افغانستان د بل هر وخت په پرتله امن دی، ملګري ملتونه ځکه دا ډول څرګندونې کوي، چې نه غواړي افغانستان له روسیې، چین او منځنۍ آسیا نورو هېوادونو سره نږدې شي.»

د پوځي چارو شنونکی غلام سرور نیازی بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وایي: «د فزیکي جګړې له اړخه، دا مهال افغانستان کې د بل هر وخت په پرتله امنیت ټینګ دی او د ملګرو ملتونو راپور تر یوه بریده له انصافه لرې دی؛ ځکه پخوا د بهرنیو ځواکونو په حضور کې د پرمختللو وسلو پر لرلو سربېره، موږ هره ورځ د جنازو شاهدان وو، چې د افغانستان د خلکو کورونو ته به لېږدول کېدې، خلکو حتی په خوب کې هم آرامتیا نه درلوده، که یې پرتله کړو، اوسنی وضعیت د هغه مهال په پرتله غوره دی او افغانستان دا مهال د بل هر وخت په پرتله امن دی.

د اسلامي امارت ویاند اسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په وروستي درې میاشتني راپور کې راغلي، چې د روان میلادي کال د فبرورۍ له پیل د مې تر پایه په افغانستان کې دوه زره او ۲۲۹ امنیتي پېښې ثبت شوې، چې د د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې سلنه زیاتوالی ښیي. د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې راپور کې همداراز د ترهګرۍ ګواښونو، د بشري حقونو ناروښانه وضعیت، په ځانګړي دول د ښځو او نجونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې وه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد