د شهباز شریف ادعا او د نوي ډیلي ځواب؛ آیا د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ به اوربند وغځېږي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په دوام، د پاکستان لومړي وزیر د کابینې په غونډه کې ویلي، چې اسلام‌آباد اسلامي امارت سره په دې شرط خبرو اترو ته چمتو دی، چې د دوی شرايط ومنل شي. شهباز شریف یو ځل بیا ادعا کړې، چې پر پاکستان وروستي بریدونه د هند په لارښونه شوي دي.

شهباز شریف زیاته کړې: «پاکستان پریکړه وکړه چې دوه ورځنی اوربند وکړي. په دې موده کې که چیرې د افغانستان اوسني واکمنان خبرو اترو ته چمتو وي او د پاکستان مشروع شرایطو ته درناوی ولري، دا هېواد چمتو دی خبرې اترې وکړي. دا پیغام تېره ورځ هغوی ته  ورکړل شو. د پاکستان ملګري او متحدین او په ځانګړې توګه قطر، په بشپړ جديت او ښه نیت سره کار کوي ترڅو دا مسله یوې پایلې ته ورسوي.»

خو په ورته وخت کې د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ نښتو کې هر راز لاس لرل رد کړي دي. راندیر جایسوال په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د روانو ناخوالو ریښه د پاکستان له لوري د ترهګرو ډلو د ملاتړ او د هغه هېواد په کورنیو ستونزو کې نغښتې ده. هغه همداراز ټینګار کړی، چې هند د افغانستان له حاکمیت او خپلواکۍ ملاتړ کوي.

راندیر جایسوال په دې خبري غونډه کې زیاته کړې: «مونږ په افغانستان او پاکستان کې وضعیت له نږدې څارو. په دې برخه کې دري ټکي روښانه دي لومړی، پاکستان ترهګرو ډلو پټنځای دی او د ترهګریزو فعالیتونو ملاتړ کوي دویم، اسلام آباد د زاړه دود له مخې خپله ناکامي پر خپلو ګاونډیو اچوي او دریم، پاکستان په غوسه دی چې افغانستان په اغیزمنه توګه په خپله خاوره واکمني کوي.»

له دې سره هم‌مهاله، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر په دېره اسماعیل خان کې یوې ناستې ته د وینا پر مهال خبرداری ورکړی، چې پاکستان نور د نیابتي جګړو د زغملو توان نه لري. هغه ټینګار کړی، چې د نښتو دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی. مولانا فضل‌الرحمن دې ناستې ته د وینا پر مهال زیاته کړې: «د پروپاګند ژبه ودروئ او د جګړې ژبه یوې خوا ته کړئ. زه غواړم افغانستان او پاکستان دواړو ته ووایم: د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه نه د پاکستان په ګټه ده او نه هم د افغانستان په ګټه. له یوې خوا موږ له هند سره جګړه کوو او له بلې خوا موږ له افغانستان سره جګړه کوو. موږ پاکستان په څه ډول ستونزو کې اچولی دی؟»

په همدې حال، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، چې انتونیو ګوترش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لنډمهاله اوربند هرکلی کړی او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې ستونزه د خبرو اترو له لارې حل او ملکي وګړو د ځان او مال ساتنې ته پام وکړي.

سټیفن دوجاریک د انتونیو ګوترش په حواله زیاته کړې: «د ملګرو ملتون سرمنشي د اندیښنې په څرګندولو سره وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وسله والو نښتو په اړه  راپورونه تعقیبوي، چې د  ګڼ شمیر ملکي وګړو  وژل کیدو او ټپي کېدو لامل شوي دي. هغه د دواړو خواوو ترمنځ د لنډمهاله اوربند د اعلان هرکلی کوي او په دواړو هیوادونو غږ کوي چې د جګړې د پای ته رسولو او د ملکي وګړو د ساتنې او د نورو تلفاتو د مخنیوي لپاره د رغنده خبرو اترو د پیل لپاره کار وکړي.»

د ویلو ده، چې نن د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ ۴۸ ساعته اوربند پای‌ته ورسېد. له دې سره هم‌مهاله، تمه ده نن د ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره دوحې ته لاړ شي. د دې سفر موخه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ترینګلتیاوو کابو کول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *