آفاق خبري آژانس؛ کابل: د هېواد په شمالي ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د مرستو پر دوام، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په یوه ټیلفیوني اړیکه کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او کابل ته یې د ډاکټرانو او لومړنیو مرستو په ګډون د بشردوستانه پلاوي د لېږلو خبر ورکړی.
امیرخان متقي هم د قزاقستان له بشردوستانه مرستو په ځانګړې ډول د روان کال په ترڅ کې د ۳.۷ زره ټنه مرستې له رالیږلو مننه وکړه.
په ورته مهال، د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دواړو لورو د سوداګرۍ برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو، بانکوالۍ، کانونو او نوې ټکنالوژۍ د ټینګار ترڅنګ هوکړه وکړه، چې ډیپلوماټیکي خبرو اترو او دوه اړخیزو همکاریو ته به دوام ورکړي.
د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپانې یوه برخه کې داسې راغلي:« ښاغلي کوشربایف د وروستیو ویجاړونکو زلزلو په اړه له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړه او د قزاقستان د پلانونو په اړه یې خبر ورکړ، چې ډیر ژر به د بشري مرستو یوه ډله کابل ته واستول شي؛ دغه ډله به طبي متخصصین، درمل او اړین توکي له ځانه سره ولري.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا داسې وایي:« د بشردوستانه مرستو او همکاریو ترڅنګ، که ګاونډي هېوادونه او نړیواله ټولنه له افغانستان سره له اقتصادي پلوه هم مرسته وکړي، دا اقدام به اوږدمهاله او مثبت اغېز ولري، ځکه چې بشردوستانه مرستې په ټوله کې لنډمهاله وي او یوازې کولای شي د د بیړنیو بحرانونو مخنیوی وکړي.»
له دې سره هممهاله، د ژمي په را رسېدو سره د اسلامي امارت اقتصاد وزارت، بشرپاله مرستې حیاتي وبللې.
د دغه وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب د وزارتونو او اړوندو ادارو د خوړو د امنیت د ډاډ په موخه له ملاتړ کوونکو پروګرامونو، بیړنو نغدي مرستو، خوراکي او سون توکو په اړه خبر ورکړی.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وایي:« د وزارتونو او اړوندو ادارو له لوري د شته امکاناتو پر اساس د خوړو د امنیت د خوندیتوب او د نغدي، خوراکي توکو او سون توکو د بیړنیو او عاجلو مرستو لپاره پلانونه او پروګرامونه جوړ شوي دي. دغه راز، د بازار د بیو د ثبات ساتلو او له خصوصي سکتور سره د همکارۍ په موخه تدابیر نیول شوي دي.»
په همدې حال کې له طبیعي پیښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې له زلزله ځپلو سره د بیلابیلو هېوادونو د مرستو په اړه خبر ورکړی او زیاتوي، د ژمي موسم په رارسیدو او د بیا رغونې چارو د نه امکان سربیره، دغې ادارې هڅه کړې چې زیانمنو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې وویشي.
طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې ویاند یوسف حماد وایي:« څنګه چې هوا یخه شوې ده، نو اوس مهال د کورونو ترمیم یا بیا رغونه امکان نلري، خو د مرستې رسولو ادارې خپل بشپړ چمتووالی د مرستې لپاره اعلان کړی دی، زموږ اداره هم د زلزله ځپلو لپاره خوراکي او غیر خوراکي مرستې وېشي چې په کې خیمې هم شاملې دي»
دا په داسې حال کې ده چې، د هېواد په شمال کې د ورستۍ مرګونې زلزلې له امله، ۲۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ۹۵۶ نور ټپیان شوي دي، له زلزلې زیانمن شوي بیړنو مرستو ته اړتیا لري.
