د سرپرست کلمې په اړه وضاحت؛ امتحاني دوره ارزول شوې، حکومت نور قانوني دی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: وزیرانو او کابینې ته د «سرپرست» کلمې پر نه کارولو د اسلامي امارت د مشر له ټینګار وروسته، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد آفاق خبري آژانس ته وایي، چې د کابینې له امتحاني دورې وروسته، د وزیرانو او نورو حکومتي مسوولینو کړنې ارزول شوې او اوس کابینه په بشپړ صلاحیت او قانوني قدرت سره، د هېواد اداره کولو مسوولیت پر غاړه لري.

ذبیح‌الله مجاهد د حکومت د امتحاني دورې د ارزونې په اړه زیاتوي: «اسلامي امارت پرېکړه کړې، چې نور د کابینې لپاره د سرپرست کلمه ونه کاروي او حکومت په پوره صلاحیت او قانوني توګه خپل فعالیت ته دوام ورکړي. له امتحاني دورې وروسته مشخصه شوه، چې د هېواد امنیتي، اقتصادي او مدیریتي برخې په اغېزمنه توګه اداره شوې دي او مسوولین د دندو په ترسره کولو کې ښه ځلېدلي دي.»

په ورته وخت کې، د نړۍوالو چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې اسلامي امارت غواړي د «سرپرست» کلمې په نه کارولو سره، هم کورنی مشروعیت پیاوړی کړي او هم په نړۍواله کچه رسمیت پېژندنې ته زمینه برابره کړي.

د نړۍوالو چارو شنونکی توفیق تماس د اسلامي امارت د دې پرېکړې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «دا چې اسلامي امارت نو د سرپرست کلمه نه کاروي، دلیل یې دا دی چې غواړي د یوه مشروع او قانوني حکومت په توګه خپل فعالیت مطرح کړي. دا ګام هم د کورني مشروعیت پیاوړتیا او هم د نړۍوالې رسمیت پېژندنې په موخه اوچت شوی دی.»

د نړۍوالو چارو بل شنونکی ولي فروزان بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «زما په اند د سرپرست وزیر او سرپرستې کابینې کلمو نه کارولو لامل هغه نیوکې کېدای شي، چې په کور د ننه او بهر به مطرح کېدې. پخوا به چې دا کلمې کارېدې، ځینو به د حکومت کړنې لنډمهاله او نابشپړې ګڼلې او دا موضوع په ځلونو په کورنیو او بهرنیو غونډو کې مطرح شوې ده. د دغو عنوانونو په له منځه وړلو سره، ښایي دا نیوکې کمې شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او کابل ته د اسلامي امارت له راتګ لس ورځې وروسته، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبري غونډه کې سرپرست کابینه اعلان او زیاته یې کړه، چې دا سرپرستان به د لنډې مودې لپاره د کلیدي ادارو د مدیریت مسوولیت پر غاړه ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *