آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان له خاورې د داعش ډلې ګواښ په اړه د روسیې ملي امنیت شورا مرستیال د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال دا ډول اندېښنې بېځایه بولي. ښاغلی فطرت ټینګار کوي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د داعش ډلې فعالیت او شتون په بشپړ ډول مهار کړی او د افغانستان په خاوره کې هېڅ ترهګریز جریان ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال دغه راز زیاتوي: «دغه ډول اندېښنې پر ځای نه دي، چې ګواکې داعش په افغانستان کې مرکزیت لري، یا دې د تهدید وړ پراخ نفوذ ولري، اسلامي امارت ځواکونو د داعش د هر ډول تحرکاتو او مرکز جوړولو مخه نیولې ده، نو دا ډول اندېښنې چې خپرېږي، دا دقیق نه دي او موږ یې ردوو.»
تر دې وړاندې د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال له یوې روسۍ رسنۍ سره په خبرو کې ادعا کړې وه، چې افغانستان کې بیثباتي د روسیې او سیمې لپاره په جدي ګواښ بدله شوې ده. دغه روسي چارواکي زیاته کړې، چې داعش ډله هڅه کوي ترهګري له افغانستانه د مرکزي آسیا هېوادونو او ورپسې روسیې ته پراخه کړي.
یوري کوکوف له دې رسنۍ سره په خبرو کې زیاته کړې: «سره له دې چې افغانستان کې جګړه درېدلې، خو په دغه هېواد کې بېثباتي لا هم پر ځای ده او ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول تاجکستان او ازبکستان ته د ترهګرۍ پراخېدو ګواښ شته. په دې لړ کې داعش ډله هم هڅه کوي، څو د افغانستان له خاورې خپل ترهګریز فعالیتونه مرکزي آسیا هېوادونو او ورپسې روسیې ته پراخ کړي.»
له دې سره هممهاله د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې روسیه افغانستان سره پر نږدې کېدو سربېره، د لوېدیځ له بیاځلي نفوذ اندېښنه لري او په خبره یې، د داعش په اړه د بېلابېلو دریځونو غوره کول، د دغه نفوذ د مخنیوي لپاره د جیوپولیټیکي لوبې یوه برخه بولي. د سیاسي چارو شنونکی معینګل څمکنی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «روسه هڅه کوي، چې افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ټینګې کړي او د ترهګرۍ او مخدره توکو مهارولو په اړه خبرې ولري. وروستیو کې روسیې د افغانستان اسلامي امارت نوم هم له تور نوملړ وځنډاوه. زما په باور، روسیه لا هم د افغانستان په اړه اندېښنه لري؛ دا ځکه چې امریکا او لوېدیځ هېوادونه یو ځل بیا افغانستان ته را ونه ګرځي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا استازو جرګې فرعي کمېټې په یوه غونډه کې ادعا کړې وه، چې له افغانستانه د دوی له وتلو وروسته، مرکزي او سویلي آسیا کې د ترهګرۍ ګواښونه زیات شوي، هغه ادعا چې اسلامي امارت په کلکه رد کړه.