د ذبیح‌الله مجاهد څرګندونو ته د پاکستاني پوځ د ویاند غبرګون

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان پوځ د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد وروستیو څرګندونو ته، چې په وینا یې اسلام‌‌آباد د امریکا په همکارۍ د پاکستان له خاورې پر افغانستان د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي، غبرګون ښودلی دی. د پاکستاني پوځ ویاند احمد شریف چودري د اسلامي امارت د ویاند دغه څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي، چې امریکا سره د پاکستان له خاورې د استفادې هیڅ ډول هوکړه نه ده شوې او نه هم اجازه ورکړل شوې ده.

ښاغلی چودري خبریالانو ته په یوه خبري ناسته کې ټینګار وکړ، چې اسلام‌آباد له کابل سره د اختلافاتو سوله‌ییز حل ته ژمن دی. د پاکستاني پوځ ویاند زیاته کړې: «کومې ادعاوې چې د اسلامي امارت له لوري شوې، بې‌بنسټه دي. پاکستان د امریکا په ګډون هیڅ هېواد ته اجازه نه ده ورکړې چې، د دغه هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا په استفادې د افغانستان پر وړاندې برید وکړي.»

د سیاسي او پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم بیا آفاق خبري آژانس سره په دې اړه وایي: «حکومتونه باید د شخړو د زیاتولو پر ځای متقابل باور او رغنده خبرو اترو ته مخه کړي، کله چې باور رامنځته شي، د شخړو حل به ستونزمن نه وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف له «سکای نیوز» سره په مرکه کې ویلي وو، چې پاکستان درې لسیزې د امریکا او لویدیځ په غوښتنه له یو شمیر ترورستي ډلو ملاتر کړی دی، خو اوس په پاکستان کې د دې ډلو حضور، د دغه هیواد د پوځ ویاند له‌خوا رد شوی دی.

د پاکستان دفاع وزیر  خواجه محمد آصف په هغه مرکه کې زیاته کړې وه: «ښه، موږ درې لسیزې دا مرادرې کړنې د متحده ایالتونو او لویدیځ لپاره کړې دي.»

د چارو یو شمېر شنونکي په دې باورد دي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ لفظي شخړې به د دواړو هېوادونو د مذاکراتو پر راتلونکي سیوری وغوړوي. دوی په خبره، د پاکستاني چارواکو د دریځونو شدت او توند ګامونه به د خبرو اترو فضاء ګډوډه کړي او ښایي تلپاتې اوربند ته د رسېدو هیلې کمزورې کړي.

د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقري آفاق خبرې اژانس ته وايي: «دا وضعیت ښيي چې  راتلونکو خبرو اترو کې د دوستانه فضا رامنځته کېدو احتمال کم شوی او دایمي اوربند ته رسیدل له ستونزو سره مخ کوي.»

د ویلو ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي وو، چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې له پاکستانه افغانستان خاورې ته ننوځي او د هېواد هوايي حریم نقضوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *