د دوحې اقدام د کابل هرکلی؛ قطر القاشوطي د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وګوماره

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان لپاره د قطر د ځانګړي استازي له معرفي کیدو هرکلی کړی او دا یې د کابل او قطر تر منځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام وباله. مجاهد د دواړو هېوادونو ترمنځ پخوانیو ښو اړیکو ته په اشارې سره ټینګار کړی، چې داړیکو پیاوړتیا د دواړه لورو په ګټه ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «څومره چې د افغانستان او هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو کچې په لوړه سطحه زمینه مساعدېږي. همدومره د اعتماد کچه لوړېږي او د دواړو هېوادونو په ګټه تمامېږي. د ورور هېواد قطر له دې اقدام موږ هرکلی کوو، چې خپل سفیر یې په لوړه کچه معرفي کړی او اسلامي امارت پخوا هم قطر سره ښې اړیکې لرلې دي او موږ یې د دې ګام هرکلی کوو.»

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د یوه فرمان له مخې، مردف القاشوطي د افغانستان لپاره د هغه هیواد د ځانګړي سفیر په توګه ګومارلی دی. له دې وړاندې القاشوطي په کابل کې د قطر د سفیر په توګه دنده لرله او د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې یې فعال رول لوبولی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د دغه فرمان په اړه ویلي: «په افغانستان کې د قطر فوق‌العاده او بشپړواک لرونکی سفیر، د ۲۰۲۵ کال (۴۹) شمیرې د پریکړې پر اساس د قطر دولت د امیر حضرت شیخ تمیم بن حمد آل‌ثاني له لورې ګومارل شوی دی.»

وروستیو بدلونونو او د اسلامي امارت او قطر ترمنځ  ښو اړیکو ته په کتو، ځینې شنونکي په دې اړه داسې نظر لري. د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «قطر د اوسني حالت سره سم د بېلابېلو سياسي تګلارو په خپلولو سره، د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ د اړیکو پُل ګرځېدلی دی. له قطر سره د اړیکو پراخوالی کولی شي د ډيپلوماټيکو تعاملاتو لپاره يو نوی فصل پرانیزي، په نړۍواله کچه مشروعیت پیاوړی کړي او همدارنګه سياسي او اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی معین‌ګل څمکنی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «قطر په افغانستان کې يو ځانګړی او فعال رول لري، او دا ښيي چې دغه هېواد غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې لا پياوړې او لوړې کچې ته ورسوي. په تېرو څلورو کلونو کې، قطر د افغانستان په داخلي چارو کې هیڅ ډول مداخله نه ده کړې. دا خپلواک هېواد کولی شي په افغانستان کې هم سياسي او هم اقتصادي اغېزناک رول ولوبوي.»

په افغانستان ‎کي له سیاسي بدلون وروسته، قطر نه یوازې په کابل کې خپل سفارت پرانیستی پریښود بلکې هڅه یې وکړه، څو ډیپلوټیکې او بشری اړیکې هم فعاله وساتي. د چارو شنونکو په باور، د افغانستان لپاره د قطر فوق‌العاده سفیر او ځانګړي استازي په توګه د القاشوطي ګومارنه به د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او د افغانستان ثبات په برخه کې مثبتې پایلې ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *