د جي ۷ غونډې اعلامیې ته د ا.ا غبرګون؛ د افغانستان له خاورې هېچاته ګواښ نشته

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د جي ۷ ډلې د غونډې په غبرګون کې د ځينو هېوادونو له لوري شوې ادعاوې او اندېښنې بې‌بنسټه بللې دي. ښاغلي فطرت ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې امنیت ټینګ دی او ټولې ترهګرې او سیاسي ډلې له منځه تللې او د افغانستان له خاورې د هیڅ هېواد پر وړاندې ګواښ نشته.

ښاغلی فطرت دغه راز کډوالي د یوې نړیوالې او انساني ستونزې په توګه یادوي او زیاتوي چې ډیری هېوادونه له دې پدیدې سره مخ دي او د دې ستونزې د مدیریت لپاره پر نړیوالې همکارۍ ټینګار کوي. د حمدالله فطرت په خبره: «واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې ټولې خپلسرې ډلې ټپلې ځپل شوې، په افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ شوی، افغانستان اوس امن دی او له افغانستانه هېچاته ګواښ نه دی متوجه.»

د انګلستان پلازمېنه لندن، چې دا اوونۍ د افغانستان په اړه د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون د ۱۳ هېوادونو د دورځنۍ غونډې کوربه وو. د دې غونډې په پای کې ۷ ماده‌ییزه اعلامیه خپره شوه چې پنځه مهمې برخې یې په لاندې ډول دي:

د اووه ماده‌ییزې اعلامیې یوه برخه

  • د بشري، اقتصادي او سیاسي بحرانونو په وخت کې د افغانانو د ملاتړ ژمنه.
  • د ترهګرۍ د ګواښ او د افغانستان له پولې هاخوا د کډوالۍ په اړه اندیښنې.
  • د افغانستان تر ټولو زیان منونکو وګړو ته د بشري مرستو په رسولو ټینګار.
  • د ملګرو ملتونو په مشرۍ د یوې جامع پروسې او د ادارو ترمنځ د همغږۍ ملاتړ.
  • د اسلامي امارت د رغنده تعامل او د ټول شموله حکومتولۍ د جوړولو په لور د حرکت اړتیا.

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې د دا ډول غونډو په اړه وایي: «په تیرو څلورو کلونو کې، د ټول شموله حکومت موضوع د افغانستان پر وړاندې په ستراتیژیکو لوبو کې د فشار ساتلو لپاره د شعار او وسیلې په توګه کارول شوې ده. هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه اعلامیې خپروي باید ډاډ ترلاسه کړي چې لوی قدرتونه د افغانستان په وړاندې ستراتیژیکې لوبې ودروي او په ریښتینې معنی د ټول شموله حکومت جوړول د ټولو افغانانو لپاره په سیاسي واک کې د ونډې ورکولو او د هېواد واک افغانانو ته د سپارلو په معنی دي.»

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځنګړي استازي په خپله ټولنیزه ایکس پاڼه دغې غونډې ته په اشارې سره له اسلامي امارته د رغنده تعامل او له نړیوالې ټولنې سره د ښه نیت غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال ځینې شنونکی وایي چې دا ډول غونډې باید له اعلامیو او لارښوونو ور ها خوا په عملي او ملموسو اقدماتو لاس پورې کړی څو وکړای شي د افغانستان وضعیت ښه کړی او د خلکو په ژوند کې د پام وړ اغیز ولري.

د سیاسي چارو شنونکی سید جواد سجادي بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «افغانستان په نړیواله ټولنه کې یو مهم هېواد دی. نړیوال قوانین او ادارې او د اروپایي ټولنې او G7 په ګډون د لویو هېوادونو ترمنځ اړیکې د افغانستان لپاره مهمې دي. په ورته مهال، هغه څه چې په حقیقت کې به په افغانستان کې وضعیت ښه کړي عملي ژمنې او محسوس اقدامات دي، نه یوازې د ډلو اخلاقي یا سیاسي مشورې. موږ په افغانستان کې د وضعیت ښه کولو لپاره کوم عملي ګامونه نه دي لیدلي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی سید عبدالمقدم امین آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «د افغانستان وضعیت د نړیوالو پام ځانته را اړوي او په ځانګړي ډول لویدیځ هیوادونه هڅه کوي چې ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان د نړیوالو معیارونو په رعایت سره په نړیوال سیستم کې ځای ومومي. افغانستان، پداسې حال کې چې خپلې ملي ګټې ساتي، هڅه کوي چې د نړیوالې ټولنې باور ترلاسه کړي او په نړیوال ډګر کې خپل حقونه ترلاسه کړي.»

د ویلو ده چې په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې، د افغانستان په تړاو د روسیې، چین، ایران او پاکستان په ګډون څلور سیمه ییزې غونډې شوي. په دې غونډه کې ګډونوالو پر خپلواک، سوله ییز او له ترهګرۍ، جګړې او نشه يي توکو پاک افغانستان باندې ټینګار کړی دی. دوی دغه راز له کابل سره د نړیوالې ټولنې د رغنده او عملي همکارۍ د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *