د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له لوري د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اوربند هرکلی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړه د سیمې او نړۍ په کچه، په پراخه کچه ستایل شوې ده. ملګرو ملتونو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره اوربند غوښتنه کړې ده. د دغه سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري غونډه کې د اوربند د دوام هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دواړه لوري باید ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي. سټیفن دوجاریک زیاته کړې: «موږ هیله لرو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند دوام ومومي او ټول مسایل له ډيپلوماټیکو چینلونو حل شي.»

له دې سره هم‌مهاله، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو ته په اشارې سره ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنخ د ترینګلتیاوو کابو کول، د نښتو درېدل او د تلپاتې سولې ټینګښت د تهران لپاره د یوه ګاونډي په توګه اساسي ارزښت لري.

اسماعیل بقایي په دې خبري غونډه کې ویلي: «سیمه کې سوله او ثبات زموږ لپاره خورا مهم دی او هر هغه څه چې په افغانستان او پاکستان کې رامنځته کېږي، پر ایران هم اغېز لري.»

د اسلامي همکاریو سازمان هم د اوربند له هوکړې هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې دا ګام به په سیمه کې د باور، تفاهم او ثبات ټینګښت لامل شي. دغه سازمان همداراز په دې برخه کې د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هرکلی هم کړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان سازمان د خبرپاڼې په یوه برخه کې د اوربند ټینګښت په اړه راغلي: «د اسلامي همکاریو سازمان د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی کوي او هیله لري، چې دا ګام به په سیمه کې د تفاهم، باور جوړونې، سولې او ثبات ټینګښت لامل شي.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د افغانستان له خاورې څخه هېڅ هېواد ته برید نه دی شوی. پاکستان او اسراییل د لویو زبرځواکونو له خوا د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره رامنځته شوي دي. پر دې هېوادونو باور کول یوه ستره تاریخي تېروتنه ده.»

په همدې حال، روسیې، چین، اردن او مصر هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو د حل هرکلی کړی دی. دغو هېوادونو د اوربند هوکړه د تلپاتې ثبات ټینګښت لپاره اغېزمن ګام بللی او له دواړو لورو یې غوښتي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې همکارۍ زیاتې کړي.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت وزارت له لوري په خبرپاڼه کې راغلي: «دا هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې امنیت او ثبات ټینګښت په برخه کې مهم ګام دی.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «روسیه له کابل او اسلام‌آباد غواړي، څو خپلې همکارۍ، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې زیاتې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «هره نظام چې افغانستان کې واک ته رسېدلی، پاکستان ورسره مخالفت کړی دی، پاکستان نیابتي ډلې روزلې دي، ترهګر افغانستان ته را استوي او د هېواد د وراني لامل شوي.»

دا غبرګونه داسې مهال مطرح شوي، چې کابل او اسلام‌آباد له څو ورځنیو سرحدي نښتو وروسته، چې په پایله کې یې دواړو خواوو ته تلفات هم واوښتل، بالاخره د قطر او ترکیې په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه وشوه او د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو پر حل سلا شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *