آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا درې میاشتنۍ غونډه نن په داسې حال کې ترسره کیږي چې د اسلامي امارت له لوري نومول شوي استازي لا تر اوسه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ نه ده ترلاسه کړې.
په ورته مهتال، په قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سهیل شاهین یو ځل بیا په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د استازي د نه منلو په اړه نیوکه وکړه.
نوموړي آفاق خبري آژانس ته په یو غږیز پیغام کې ویلي چې د ملګرو ملتونو غونډې باید د اسلامي امارت له لوري د نومول شوي استازي په شتون کې ترسره شي ترڅو د افغانستان د ستونزو د حل لپاره ځمکني واقعیتونه او عملي حل لارې وړاندې شي.
په قطر کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست سهیل شاهین آفاق خبري آژانس ته وایي:«په ملګروملتونو کې د افغانستان د ولس ستونزې او حل لارې یوازې د افغانستان د ولس ریښتیني استازي چې د اسلامي امارت استازي یې استازولي کوي وړاندې کولی شي، د ملګروملتونو د امنیت شورا چې وخت په وخت د افغانستان وضعیت څیړي باید د افغانستان ریښتینو استازو ته په دغو غونډو کې د ګډون بلنه ورکړي څو په افغانستان کې ځمکني واقعیتونه او د مسایلو حل لارې ورته روښانه او پرمختګ یقیني کړای شي.»
د اسلامي امارت په واک کې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه درې میاشتنۍ غونډې جوړې کړې دي؛ خو پوښتنه دا ده چې د اسلامي امارت د استازي له شتون پرته دا غونډې څومره اغیزناکې وې؟
د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وایي:«د افغانستان په اړه د لویدیځ پالیسي په داسې لاره روانه ده چې په عملي توګه له هر ډول مستقیمو اړیکو څخه ډډه کوي او ملګري ملتونه هم په دې برخه کې اغیزناک رول نه لوبوي لکه څنګه چې باید وي. له همدې امله، د یوناما راپورونه ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې دوی ښیي چې په افغانستان کې داخلي وضعیت څنګه دی او نړیواله ټولنه باید کومې پریکړې وکړي. که چیرې د یوناما راپورونه مثبت وي – د بیلګې په توګه، د شخړو کمول، د امنیتي شرایطو ښه کول، یا د بشري حقونو په برخه کې د اسلامي امارت همکاري – دا کولی شي له افغانستان سره د نړۍ د ښې ښکیلتیا لپاره لاره هواره کړي.»
د یادونې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د پخوانۍ استازې روزا اوتونبایوا د ماموریت له پای ته رسیدو څخه درې میاشتې تیرې شوې دي او تر اوسه یې ځای ناستی نه دی ټاکل شوی.
د یوناما په مشرتابه کې دې تشې د نړیوالو هڅو د همغږۍ او په افغانستان کې د بشري او سیاسي وضعیت د څارنې په اړه اندیښنې راپورته کړې دي.
