د امنیت شورا راتلونکې غونډه؛ د اسلامي امارت استازي له حضور پرته یې ګټه څه ده؟

آفاق خبر آژانس؛ کابل: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې اونۍ (دوشنبې، جون ۲۳مه) د افغانستان په اړه غونډه جوړوي. په دې غونډه کې به د افغانستان سیاسي، بشري حقونو، بشرپاله مرستو او ټولنیز وضعیت په اړه خبرې وشي. د امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا اعلان وکړي چې د دوحې بهیر دوې کاري ډلې به د چنګاښ په ۹مه او ۱۰مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره وګوري. په دوو کاري ډلو کې “د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ډله” او “د خصوصي څانګې ډله” شامل دي، چې په دې ډلو کې د موضوعاتو متخصصین، د غړو هېوادونو استازي، نړۍوالو سازمانونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو استازي، د اسلامي امارت استازي او د نړۍوالو موسساتو استازي شامل دي.

گرافیک: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اعلامیې یوه برخه

«په راتلونکې غونډه کې به د پر کلیدي موضوعاتو، په ځانګړي ډول طالبانو سره د تعامل پر څرنګوالي، مخدره توکو سره مبارزې، د خصوصي سکتور پیاوړتیا، انساني بحران او ښځو حقونو په اړه بحث وشي. همداراز د دوحې په بهیر کې به د ښځو پر مانا لرونکي مشارکت ټینګار وشي.»

د امنیت شورا په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې په راتلونکې غونډه کې به د بحث اصلي موضوعات د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل څرنګوالی، د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه، د بهرنیو مرستو په بندېدو سره د بشري وضعیت نازک کېدل او بشري حقونو په اړه اندېښنې شاملې وي.

د چارو شنونکي بیا په دې باور دي، چې که دا ډول ناستې د افغانستان د خلکو ګټو او لومړیتونو په رڼا کې جوړې شي او نړۍوال سازمانونه د ستونزو حل په پار عملي ګامونه اوچت او همداراز د افغانستان خلکو ته په واقعي مانا مشارکت ورکړل شي، نو ښایي ستونزې تر یوه بریده کابو شي. د نړۍوالو چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وویل: «که دا ناستې د افغانستان د خلکو ګټو او لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره جوړ شي او نړۍوال سازمانونه د ستونزو هواري په پار عملي ګامونه اوچت کړي، کیدای شي د وضعیت ښه‌والي لپاره هیله‌من واوسو.»

د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم بیا په دې اړه له آفاق خبري اژانس سره په خبرو کې زیاته کړه: «د امنیت شورا غونډه تر ډېره په سنتي او پرتوکلي موضوعاتو لکه د مخدره توکو پر وړاندې مبارزی، ترهګرۍ سره مبارزې او د ثبات پر ټینګښت متمرکز وي. خو د امنیت شورا په چوکاټ کې د افغانستان په اړه نورو جوړېدونکو ناستو کې، اړتیا ده چې د سرپرست حکومت مسوولینو په ګډون، د مدني ټولنې، اقلیتونو، اکاډمیکو بنسټونو او خپلواکو څېرو ته بلنه ورکړل شي، څو د دا ډول غونډو پرېکړې اغېزمنې او مشروعیت ولري.»

امارت اسلامی تاکنون در باره برگزاری این نشست شورای امنیت سازمان ملل متحد ابزار نظری نکرده است. اسلامي امارت تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د جوړېدونکې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د افغانستان له حضوره پرته د دا ډول غونډو جوړېدل، نه یوازې دا چې د خبرو اترو بهیرونه کمزوري کوي، بلکې د دا ډول غونډو د پایلو په اړه خلک بې‌باوره کېږي. د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار په دې اړه له آفاق خبري آژانس سره زیاتوي: «د افغانستان له استازي پرته د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې جوړېدل، مشروعیت او شفافیت نه لري. په اوسنیو شرایطو کې د خلکو رښتینی غږ له پامه غورځول کېږي او پرېکړې تر ډېره یو اړخیزه وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان زېږدیز کال د مارچ میاشتې په ۱۰مه نېټه د افغانستان وضعیت په اړه غونډه جوړه کړې وه. په هغه غونډه کې افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اتونبایوا په خپلو خبرو کې افغانستان ته د نړۍوالې ټولې پر را ګرځېدو ټینګار کړی و او ویلي یې وو، چې دا چاره د سرپرست حکومت چارواکو په پرېکړو پورې اړه لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد